د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۵

تهران په سوریه کې د ایران پر اهدافو د اسرائیلو د توغندیو برید وغانده


تهران په سوریه کې د ایران پر اهدافو د اسرائیلو د توغندیو برید په کلکه غندلی او پر نړیواله ټولنه یې له دې کبله انتقاد کړی چې د دې پېښې په وړاندې غلې پاتې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د ایران پر اهدافو د اسرائیلو د پوځ د توغندیي حملې په وړاندې په لومړي غبرګون کې دا اقدام په کلکه غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي نن جمعه وویل، دا د سوریې د حکومت کار دی چې د اسرائیلو د یرغل په وړاندې خپله دفاع وکړي.

بهرام قاسمي
بهرام قاسمي

د ایران دولتي رسنیو د قاسمي له قوله خبر ورکړی چې وايي، نړیواله ټولنه د اسرائیلو د حملې په اړه چوپه خوله پاتې ده، خو هغه زیاتوي چې سوریه د خپلې دفاع حق لري.

د اسرائیلو پوځ پرون اعلان وکړ چې د اسرائیلو تر ولکې لاندې د جولان په لوړو کې د ایران د توغندیو له حملو وروسته یې په سوریه کې د ایران تقریباً ټول پوځي تاسیسات وویشتل.

اسرائیل وايي چې ایران د لومړي ځل لپاره د اسرائیلو پر قلمرو میزايلونه وویشتل، خو تهران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان نن وویل چې د اسرائیل پر اهدافو د ایران برید خورا زیات خطرناک کار دی.

جنرال جوزف ووټل چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې خبرې کولې، وویل چې ایران د ناسمې محاسبې له کبله په منځني ختیځ کې په خپلو غوښتنو کې زیاتوالی راوستی.

جنرال جوزف ووټل
جنرال جوزف ووټل

د ایران او اسرائیل په اړیکو کې کړکېچ د نړیوالو اندېښنې پارولې دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په منځني ختیځ کې د دښمنۍ د اقداماتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران او اسرائیل په اړیکو کې کړکېچ په داسې حال کې پراخ شوی چې دوه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، امریکا د ایران له اټمي موافقې څخه وځي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هڅې پیل کړي چې دا لانجه له ډيپلوماتیکو لارو او د اټمي موافقې پرسر له امریکا سره رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف به سبا شنبه پېکېنګ، مسکو او بروکسل ته خپل سفر پیل کړي او هڅه به وکړي چې د اټمي تړون له پنځو پاتې اړخونو سره په دې اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG