چین ویلي، د ایران له اټمي توافقه د امریکا له وتلو سره- سره غواړي دغه تړون ته ژمن پاتې شي.
دغه هېواد تهران ته ډاډ ورکړی چې د ایران د تیلو د صادراتو د یو په درېیمه برخې اخېستلو ته به دوام ورکړي.
چین دا مهال د ایران د تیلو نېژدې یو په درېیمه برخه صادرات اخلي.
چین د هغو سترو قدرتونو چې له ایران سره یې اټمي موافقه لاسلیک کړې وروستی هېواد و چې د مې پر ۹مه نېټه یې ایران ته ډاډ ورکړ چې دغه اټمي تړون ته به درناوی وکړي.
د ایران له اټمي تړونه د امریکا وتل او پر تهران د نویو بندیزونو لګول به تر ډېره د ایران د تیلو پر سکتور اغېز وکړي چې د اقتصاد پوهانو د اټکل له مخې چې د ایران د تیلو تولید چې په ورځ کې نېژدې څلور میلیونه بېرله ته رسېږي، ښایې له ۲۰۰۰۰۰ تر۶۰۰۰۰۰ بېرلو پورې په ورځ کې کموالی پهکې راشي.
خو چین ایران ته ډاډ ورکړی چې د تېر په څېر به د دغه هېواد د تیلو لویه برخه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جینګ شوانګ ویلي چې پیکنګ غواړي د هغه تړون سموالی ډاډمن کړي چې د چین په باور د اټمي وسلې د مخنیوي او د منځني ختیځ د ثبات د ټینګولو لپاره مهم دی.
جینګ وویل، چین چې د کلونو راهیسې د ایران یو نېږدې اقتصادي شریک پاتې شوی، تر دې وروسته به هم له دغه هېواد سره د نړیوالو نورمونو په مراعتولو سره دغې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د چین دولتي خبري آژانس دغه راز د منځني ختیځ لپاره د چین ځانګړي استازي له ایراني چارواکو سره تر لیدو وروسته ویلي چې څو اړخېز تړون ډېر جدي او مهم دی.
- د ایران د تیلو نور پېرېدونکي څوک دي؟
لکه چې مخکې وویل شول، چین د ایران د تیلو تر ټولو لویه برخه پېري، نور پاتې برخه یې د اسیا نور هېوادونه لکه جاپان او جنوبي کوریا اخلي چې دوی هم اشاره ورکړې چې د امریکا د پریکړې سره-سره به له ایران سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
امریکایي چارواکو د نویو بندیزونو په اعلانولو سره ویلي چې په خلیج کې د امریکا له متحدینو تمه لري چې د ایران د تیلو د تولید د کموالي تشه ډکه کړي چې سعودي عربستان هم د دې کار ژمنه کړې ده او د تیلو د بازارد ثبات ساتلو ژمنه یې کړې ده.
امریکا د مې پر ۸ مه اعلان وکړ چې د ایران له اټمي تړونه وځي، خو د تړون نورو اړخونو دغه تړون ته د درناوي ژمنه کړې ده.