د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په افغانستان کې له سترو اقتصادي پروژو د هند او چین ګډ ملاتړ نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.
وروسته له هغې چې نوی ډهلي او او بیجېنګ په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو په تر سره کېدو هوکړې ته ورسېدل، افغان لوری تمه ښيي چې دا پروژې به د افغانستان د لومړیتوبونو په پام سره جوړې شي.
د افغانستان د سوداګری او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د غویي په ۹ مه» ازادي راډيو ته وویل، دوی په افغانستان کې د چین او هندوستان د ګډو سترو اقتصادي پروژو هر کلی کوي او دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په افغانستان کې له سترو اقتصادي پروژو ملاتړ او یا د سترو پروژو پیلول نه یوازې د افغانستان په ګټه دي، بلکې دا کار د سیمې په اقتصاد او امنیت اغېز لري او ګټور کار دی، مونږ له داسې پروګرامونو چې د افغانستان لومړیتونو ته په پام سره عملي کېږ، هر کلی او ملاتړ کوو."
د هند او چین رسنیو پرون شنبه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي او د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د درې ورځنۍ غیر رسمي کتنې په پای کې خبر خپور کړ چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د سترو ګډو اقتصادي پروژو پر پیل موافقه وکړه.
د راپورونو له مخې، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د ګډو اقتصادي پروژو په مرسته، خپلې پيکه اړیکې بیا ورنګوي.
افغان لوري تر اوسه د دغو سترو اقتصادي پروژو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي او نه هم چینايي او هندي رسنیو د دواړو هېوادونو د مشرانو په حواله په دې اړه جزیات ورکړي دي.
خو له دې وړاندې نوي ډهلي د چین ـ پاکستان په اقتصادي دهلېز یا سېپېک چې په وروستیو کې د افغانستان د ور زیاتېدو راپورونه هم خپاره شوي، اندېښنه ښودلې وه.
د دې تر څنګ هندوستان د چین له یوې بلې سترې پروژې یوې لارې او یوه کمربنده چې د سیمې څو هېوادونه سره وصلوي، هم د نه ملاتړ ویلي وو.
خو تر اوسه روښانه نه ده چې چین او هندوستان په دغو پروژو چې افغانستان یې یوه برخه ده، موافقې ته رسېدلي او که په دغه هېواد کې د نورو سترو پروژو پر تطبیق موافقه کړې ده.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان او سوداګر په دې باور دي چې په افغانستان کې د رقابت پر ځای، د دغو سترو اقتصادي هېوادونو ګډ کار به په بېلابېلو برخو کې د ګڼو پرمختګونو زمینې برابرې کړي.
په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې یوه غړي اعتبار خان ځدراڼ يې د اهمیت په اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د هند او چین تر منځ د تاریخ په اوږدو کې سیاسي کړکېچ موجود و، داسې تړونونو او پرېکړو ته رسېدل چې په افغانستان کې ګډو پروژو ته زمینه برابروي، د دوی د اړیکو ور هاخوا د افغانستان اقتصاد ته ښه ګټه رسوي، تر څنګ یې دا کار د چین او هندوستان سوداګر په افغانستان کې لا پانګونې او اقتصادي فعالیتونو ته هڅوي."
له دې وړاندې په نوي ډهلي کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم تېره ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د هند او چین ګډه همکاري په ځانګړي ډول، د امنیت او اقتصاد په برخه کې ډېره مهمه ګڼلې ده.
راپور: یوسف خان ځدراڼ