د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۵

ظریف: له ایران سره په اټمي موافقه کې بدلون د منلو وړ نه دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې هغه بدلونونه چې د امریکا ولسمشر یې د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ په اټمي موافقه کې غواړي، د منلو وړ نه دي.

ظریف پرون شنبه په مسکو کې دا څرګندونې کړې دي.

د ایران دبهرنیو چارو وزیر د سوریې پر وضعیت د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

هغه ویلي، د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په غوښتنه، د تهران او نړیوالو قدرتونو په اټمي موافقه کې بدلون نه شي منلای.

ظریف د خپل هېواد د اټمي پروګرام په اړه د موافقې په وړاندې د امریکا دریځ ته په اشاره کې، له روسیې سره خپلې خبرې مهمې وبللې.

محمد جواد ظریف
محمد جواد ظریف

هغه خبریالانو ته وویل:

"هغو غیر مناسبو وړاندوینو او اقداماتو ته چې د برجام یوشمېر غړي یې لري، زموږ خبرې او ګډ فکر ډېر ګټور او د پاملرنې وړ دی."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې میاشتې تر ۱۲ مې د نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د اټمي موافقې اصلاح ته وخت ورکړی او ویلي یې دي چې که په موافقه کې سترې نیمګړتیاوې سمې نه شي، متحد ایالات به له دې موافقې ووځي.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې ایران به اټمي وسلې ترلاسه نه کړي.

ټرمپ د جرمني له صدراعظمې انګيلا مېرکل سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

"زه پر دې چې د ایران پر ضد به له پوځي قووې کار واخلم یا نه، خبرې نه کوم، خو درته ویلای شم چې هغوی به اټمي وسلې جوړې نه کړي، تاسو پر دې یقین ولری."

ایران ا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا په ګډون، د نړۍ له شپږو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به، خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

خو ولسمشر ټرمپ شوې موافقه نيمګړې او له تېروتنو ډکه ګڼي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

له تهران سره د اټمي موافقې نورو اړخونو لکه جرمني، بریتانیې، فرانسې او چین پر واشنګټن غږ کړی چې له موافقې دې نه وځي او ویلي يې دي چې دا د اټمي وسلو له جوړولو د ایران د منع کولو تر ټولو غوره لار ده.

هغوي پر متحدو ایالاتو غږ کړی چې په موافقه کې پاتې شي.

د جرمني صدراعظمې د جمعې په ورځ وویل چې له تهران سره شوې موافقه د ایران د اټمي هڅو د بندولو لپاره یو ابتدايي ګام دی چې د ایران اټمي فعالیتونه يې سوکه کړي دي.

XS
SM
MD
LG