د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۹

افغانستان

بلخي: په تېرو ۳میاشتو کې ۱۶۰۰افغان کډوال له ترکیې راستانه شوي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي په تېرو درېيو مياشتو کې له ترکيې په سلګونو افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه شوي دي.

سيد حسين عالمي بلخي ازادي راډيو ته وويل چې له ترکيې د افغان کډوالو پر ستنولو او نورو ستونزو د بحث لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت يو هيئت ترکيې ته تللى دى:

"د روان مېلادي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې ١٦٠٠ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معين پرون او وړمه ورځ ترکيې ته د سفر پر مهال يې له ترکي چارواکو سره خبرې وکړې، اوس د دوى راپور ته منتظر يو چې پوه شو په ترکيه کې افغان پناه غوښتونکي څه وضعيت لري او څه کولاى شو."

تر دې مخکې راپور ورکړل شوى و چې د ترکيې چارواکو پرېکړه کړې چې نږدې ٦٠٠ افغان پناه غوښتونکي نن شنبه او سبا افغانستان ته ستانه کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، اروپا ته تللې لارې خطرناکې دي، ځکه نو په تېرو درېيو مياشتو کې په هرو ١۴ کسانو کې چې غوښتل يې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، يو تن د مديترانې په سمندرګي کې مړ شوى دى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن په افغانستان او پاکستان کې د پولیو واکسین د کمپاین دویمه ورځ ده

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس پرضد د واکسینو کمپاین پرون دوشنبې رسما پیل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې دا کمپاین به په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند او کندهار ولایتونو کې د څلورو او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې د دریو ورځو لپاره وي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل وايي، په دې کمپاین کې به نژدې ۱۲میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ څاڅکي ورکړل شي.

بل پلو، د خیبرپښتونخوا روغتیايي چارواکو ویلي، د اپریل له ۲۱ تر۲۷ مې به په ۳۶ضلعو کې نژدې ۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان ته د پولیو واکسین ورکړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تیرکال په افغانستان کې د پولیو څه باندې ۲۰ مبثتې پېښې ثبت شوې وې، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا رد شوې.

په خیبرپښتونخوا کې بیا تیرکال د دې ویروس ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پولیو یا ګوزڼ یو ویروسي ناروغي ده، چې تر ډیره پرې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان پرې اخته کیږي او د دایمي فلج سبب ګرځي.

افغان لوبغاړی سهیل حسن زاده په جنسي ځورونې تورن او بندي شوی

احمد سهیل حسن زاده
احمد سهیل حسن زاده

د رزمي لوبو یو افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن زاده په امریکا کې د یوې وړې نجلۍ په جنسي ځورونې تورن او بندي شوی دی.

حسن زاده د کالیفورنیا په سکرمنتو ښار کې اوسېږي. د دغه ښار پولیسو تایید کړې چې د یکشنبې په ورځ یې حسن زاده نیولی دی.

د ۲۸ سهیل حسن زاده له خوا د یوې ۱۴کلنې نجلۍ د جنسي ځورونې قضیه د روان کال له پیله څېړل کېده.

حسن زاده چې دمګړۍ په زندان کې دی څلور لکه ډالره جریمه شوی او راتلونکې محاکمه یې د سه شنبې په ورځ ده.

تمه وه حسن زاده راتلونکې شنبه د رزمي لوبو په معتبره سازمان یو اف سي کې لوبه هم وکړي خو ویل کېږي چې یو اف سي له پورتنۍ قضیې وروسته د هغه قرارداد لغوه کړی او پر ځای یې بل لوبغاړی راوستی دی.

طالبان وایي، د شانګهای سږنۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د سیمې د هېوادونو مشران، ارشیف
د سیمې د هېوادونو مشران، ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي‌ چې چین د دوی د حکومت استازو ته د شانګهای د همکاریو سازمان په سږنۍ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د دوی له مالي او ادارې معین محمد نعیم سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې.

ضیا احمد د چین د سفیر په حواله ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
تراوسه د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طالبانو سره تعامل لري او خپل هېواد کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.

ټاکل شوې د شانګهای سازمان سږنۍ غونډه د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې د چین په کوربه توب جوړه شي.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې د دغه سازمان څارونکی غړی و، خو په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له راتګ وروسته د طالبانو غړو ته د دغه سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

پاکستان کې د کډوالو د ستونزو د هواري هڅې، ځانګړې خونه او شمېرې ورته فعالې شوي

د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې
د امیرخان متقي او اسحاق دار ترمنځ ټیلفوني خبرې

پاکستان وایي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدو او د هغوی د شکایتونو د اوریدو لپاره یې یو لړ جدي ګامونه اوچت کړي دي.

دغه څرګندونې د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته پرون یکشنبه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پر ټیلفوني خبرو کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر ولیکل چې پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د اورېدو او هواري لپاره د کنټرول خونه او ځانګړې مبایل شمېرې فعاله کړي دي.

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له پيله پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د شمېرو له مخې د همدې میاشتې لومړیو ۱۶ ورځو کې ۸۵ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

په دوی کې د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۰ زره په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.

پاکستاني رسنیو، له هغې ډلې د پاکستان ملي راډیو هم د دار او متقي د تیلفوني مکالمې راپور خپور کړی، خو د کډوالو د ستونزو د حل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پاکستان د ملي راډیو د راپور له مخې، دار متقي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې چې دغه بلنه د ښاغلي متقي له خوا منل شوې ده.

په ۱۱ ولایتونو کې د سیلابونو د رواتلو خبرداری ورکړل شوی

په افغانستان کې د سیلونو ویجاړۍ، ارشیف
په افغانستان کې د سیلونو ویجاړۍ، ارشیف

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یولسو ولایتونو کې د سیلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ " د حمل ۳۰مه" پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې پنجشیر، پروان، کاپیسا، پکتیا، لوګر، لغمان، کنړ، کندز، تخار او بدخشان به د ثور تر دویمې نیټې د بارانونو او واورو شاهدان وي.

د دغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

افغانستان له اقلیمي بدلونه اغیزمن هېواد دی چې په دې وروستیو کې په کې سیلاونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له خطرونو اغیزمن شوي دي.

متقي:له اسحاق دار سره خبرې هر اړخیزې وې، هیله ده کړې ژمنې عملي شي

کابل کې د طالب او پاکستاني چارواکو غونډه، ارشیف
کابل کې د طالب او پاکستاني چارواکو غونډه، ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره یې پرونۍ خبرې مهمې وې او که عملي شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

امیرخان متقي پرون په کابل کې له ښاغلي دار سره د طالب چارواکو تر لیدو کتو وروسته یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، دوی د نورو مسلو ترڅنګ د پاکستان له حکومته له کډوالو سره د ښه سلوک او تدریجي ستنولو غوښتنه وکړه " که د دغو مجلسونو په رڼا کې عمل وشي او دواړه لوري عملي چارو ته ښه توجه وکړي او په شویو پریکړو باندې عمل ترسره شي، دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیاست او اړیکو کې ډیر کمکي ثابت شي او ښه ثمره به ېې وي."

که څه هم ښاغلي متقي د شویو پریکړو جزیات په ډاګه نه کړل خو څرګنده یې کړه چې خبرې یې پر دریو مسلو ورټولې وې چې سر کې يې د کډوالو ستونزې او بیا دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال اسحاق دار پرون کابل ته سفر وکړ.

دا په یوه اونۍ کې د پاکستان دویم پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.

د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله نړیوال جام ته ووتله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډله
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره ومونده.

افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او نن وروستۍ لوبه د کوربه نیپال په وړاندې د باران په سبب بې نتیجې شوه.

په دې ترتیب افغان ټیم لومړی مقام وګاټه.

افغان لوبډلې په دې بریاوو سره د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړه چې تمه ده راتلونکی ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبروري د زمبابوې او نیمبیا په کوربه توب وشي.

د افغانستان او تاجکستان سرحد کې زلزله شوې

بدخشان - نقشه
بدخشان - نقشه

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمو کې نن تر غرمې مخکې یوه زلزله شوې ده.

د دې زلزلې کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې بلل شوې.

د راپورونو په اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم کې ۹۴ کیلومتره تر ځمکې لاندې بلل شوی.

د زلزلې ټکانونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کشمیر کې هم حس شوي دي.

په ځینو سیمو کې خلک د ودانیو د ټکانونو په سبب بهر وتلي دي.

د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو لا د دې زلزلې په سبب د احتمالي اوښتو زیانونو او پېښو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار کابل ته ورسېد

د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته ورسېد
د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی دار د پاکستان د کابینې د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه یو ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

دا سفر به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د "امنیت، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو" په پراختیا متمرکز وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.

حوثي یاغیان؛ د امریکا د پوځ په بریدونو کې ۷۴کسان وژل او ۱۷۰ نور ټپیان دي

ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان وايي، په سره سمندرګي د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسان شمیر۷۴ او د ټپیانو۱۷۰تنو ته رسیدلی دی.

د امریکا پوځ د جمعه په ورځ په یو بیان کې ویلي و، "په دې هوایي بریدونو کې يې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی".

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټکو، امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړی څو حوثي یاغیانو د تیلو له سرچینو محرومه کړي.

وړاندې راغلي، د بریدونو هدف د حوثیانو د اقتصادي ځواک کمزوري کول دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه د حوثیانو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د دې کمپاین په تعقیب، د حوثیانو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي څو په سره سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر ملکي او پوځي کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته ورسوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG