د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۸

په سوریه کې د ایران د حضور په اړه د اسرائیل نوی خبرداری!


اسرائیل پر سوریې د درېیو لوېدیځو هېوادونو له حملې وروسته، په سوریه کې د ایران د حضور په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، پر سوریې د حملې پیغام دا دی چې نړیواله ټولنه د کیمیاوي وسلو او د غیرمتعارفو وسلو د نورو ډولونو د کارولو په وړاندې هېڅ راز زغم نه لري.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اپرېل په څلورمه دمشق ته نېږدې د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي وسلو په یوه حمله کې د ملکي وګړو له مړینې وروسته، امریکا، بريتانیا او فرانسې د شنبې په ورځ سهار وختي پر سوریې په ګډه حمله وکړه.

پنټاګون ویلي چې په دې حملو کې د سوریې د کیمیاوي وسلو درې کارخانې په نښه شوې.

نتانیاهو مخکې له دې هم پر سوریې له حملو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

هغه د یکشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته وویل چې پر سوریې د حملې په شپه یې د بريتانیا له صدراعظمې تریزا مې سره خبرې وکړې او ورته ویې ویل چې دا پالیسي د نورو ترورېستو هېوادونو او ډلو په برخه کې هم باید عملي شي، څو د اټمي وسلې د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د هڅو مخنیوی وشي.

د اسرائیلو صدراعظم چې د ایران د فعالیتونو په اړه یې مخکې هم خبرداری ورکړی، یوځل بیا ټینګار وکړ چې باید ایران ته په سوریه کې د پوځي حضور اجازه ور نه کړل شي.

اوه ایراني سرتېري د هغو ۱۴ پوځیانو په ډله کې وو چې د تېرې دوشنبې په ورځ د سوریې پر T-4 هوايي اډې په بمبارۍ کې ووژل شول.

د سوریې د رژیم متحدانو، روسیې او ایران د دې حملې پړه پر اسرائیلو واچوله، خو اسرائیلو دا تور نه رد کړی او نه یې تأیید کړی دی.

نتانیاهو زیاته کړه، ده د بريتانیا صدراعظمې ته وویل چې ولسمشر اسد باید پوه شي چې ایران او د ایران لاسپوڅو ته په سوریه کې د پوځي حضور په برابرولو سره خپل هېواد او د سیمې ثبات له خطر سره مخامخ کوي.

له نتانیاهو مخکې د اسرائیلو د کابینې دوو غړو هم ویلي وو چې اسرائیل به ایران ته په سوریه کې د پوځي حضور اجازه ور نه کړي.

اسرائیلو د سوریې په کورنۍ جګړه کې له مستقیم دخالت څخه ډډه کړې ده، خو اعتراف کوي چې د لبنان شیعه وسله والو او د اسرائیلو نورو دښمنو ډلو ته د پرمختللو وسلو د لېږد د مخنیوي لپاره یې څو ځلې هوايي حملې کړې دي.

حزب الله هم د ایران او روسیې په څېر د سوریې په کورنۍ جګړه کې د اسد د رژیم ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG