د امریکا د ملي امنیت شورا چارواکي وایي چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په ترڅ کې له حقاني شبکې سره هم د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو د وړاندیز ملاتړ کوي.
افغان حکومت وايي، په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره د سولې په وروستي وړاندیز کې ټولې هغې وسلهوالې مخالفې ډلې شاملېږي چې د افغانستان په جغرافیې پورې اړه لري، نه بهرنۍ ترهګرې ډلې.
دغه څرګندونې د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دوا خان مینهپال نن دوشنبه ازادي راډیو ته د هغه راپور په غبرګون کې وکړې چې واشنګټن ټایمز ورځپاڼې نن خپور کړی او د حقاني شبکې په ګډون طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د خبرو له وړاندیزه د امریکا د ملي امنیت شورا د چارواکو د ملاتړ خبره شوې ده.
ښاغلی مینهپال وایي:
"په دې طرحه کې یوازې هغو ډلو ته د سولې ځای نهشته چې هغوی د افغانستان په جغرافیې پورې تړلې نهوي، بهرنۍ وي، ترورېستي ډلې دي، نورې ټولې هغه ډلې چې غواړي سوله وکړي، د افغانستان حکومت ورسره د سولې اراده لري او د سولې اعلانیې ورته کړی دی."
واشنګټن ټایمز ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر امریکا ته په وروستي سفر کې په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې خبریالانو ته ویلي چې موږ باید د حقاني شبکې په ګډون، له ټولو هغو ډلو سره د سولې خبرې وکړو چې سولې ته لېواله دي.
د راپور له مخې، د امریکا د ملي امنیت شورا یوه لوړپوړي چارواکي چې نومیې نهدی په ډاګه شوی، ویلي چې واشنګټن به د افغانستان د حکومت او د ټولو هغو ډلو چې چمتو دي سوله وکړي، ملاتړ وکړي.
دغه چارواکي د یکشنبې په ورځ دې ورځپاڼې ته وویل چې زموږ افغان متحدین په دې باور دي چې د لسیزو جګړو د پای ته رسېدو لپاره د سولې بهیر به هله اغېزمن وي چې د حقاني شبکې په ګډون د طالبانو ټولې سوله غوښتونکې ډلې پهکې شاملې شي.
د افغانستان د چارو کارپوهان هم له دې خبرې سره موافق دي چې د سولې پروسه به هله مثبته نتیجه ورکړي چې له توپیر پرته ټولې هغه مخالفې ډلې پهکې شاملې شي چې په افغانستان پورې تړلې دي.
یو له دغو کارپوهانو کبیر رنجبر دی چې په وینا یې، د سولې له بهیره د یوې یا څو ډلو څنګ ته کول به جګړو ته د پای ټکی کېنږدي.
ښاغلي رنجبر وویل:
"فکر کوم که مخصوصاً دغه درې مهمې ډلې چې هغه د پېښور شورا ده، د کوټې شورا ده او د حقاني ډله ده، که د سولې په مذاکراتو کې ګډون ونهکړي، یوهیې هم ګوښه پاتې شي، دغه حالت به دوام لري او هېڅ اغېزه به ونهکړي، د دې لپاره چې هلته خو سازماندهي د پردیو ده، عینې پلانونه به بیا د هماغو خلکو لهخوا عملي کېږي، مګر تر بل بیرغ لاندې."
واشنګټن په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د حقاني شبکې د شاملېدو ملاتړ په داسې حال کې کوي چې دغه ډله په دې تورنه شوې چې په دې هېواد کې د امریکا او د متحدینو ځواکونو تهیې تر ټولو زیات تلفات همدې ډلې اړولي دي.
دغهراز حقاني شبکه چې امریکا یې ترورېستي شبکه بولي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ په ترڅ کې پر پاکستان ډېر فشار د همدې شبکې له پلوه راوستل شوی دی.
واشنګټن له اسلاماباده غواړي چې د دې شبکې او نورو هغو ډلو په وړاندې جدي اقدام وکړي چې په افغانستان کې حملې ترسره کوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا دغه چارواکي دا هم ویلي چې د امریکا د حکومت د نوې ستراتېژۍ له اعلانه ۷ میاشتې وځي، خو تر اوسه پاکستان په دې برخه کې هغسې جدي ګامونه چې امریکا یې ترې غواړي، نهدي پورته کړي.
امریکا د دغې نوې ستراتېژۍ په چوکاټ کې پر پاکستان د فشارونو په ترڅ کې له دې هېواد سره د شااوخوا دوه ميلیارده ډالرو مرسته بنده کړې او همیې ورسره امنیتي همکاري درولې ده.
د سپینې ماڼې د ملي امنیت دغه چارواکي واشنګټن ټایمز ته ویلي چې د اسلاماباد په وړاندې نور اقدامات هم په پام کې دي، خو هغه په دې اړه زیات جزئیات ورنهکړل.
له حقاني شبکې یا د دې شبکې له ځینو عناصرو سره د سولې د خبرو مسئله داسې مهال مطرح کېږي چې تر اوسه طالبانو د افغانستان د حکومت له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز ته نه د هو او نه د رد ځواب ویلی دی.