د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۷

د لاهور په رایونډ سیمه کې انتحاري حملې ۹ کسان ووژل

د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور په رایونډ نومې سیمه کې ځانمرګی برید شوی چې د چارواکو په وینا ګڼ شمېر کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لاهور ښار امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، دغه ځانمرګی برید د چهارشنبې په ورځ ناوخته د لاهور ښار رایونډ نومې سیمه کې یوه پولیس چک پوسټ ته نږدې شوې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور په‌کې ټپیان شوي دي.

که څه هم تر دغې پېښې وروسته پاکستاني رسنیو د چاودنې د نوعیت په اړه ضد و نقیضې ادعاوې کولې، خو د لاهور ښار د پولیسو یوه مشر ډاکتر حیدر اشرف د پېښې په ځای کې له رسنیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې دا یو ځانمرګی برید و او هدف‌یې پولیسان وو.

د اشرف په خبره، د ځانمرګي برید په وژل شویو کې ۵ او په ټپیانو کې یې ۱۱ پولیسان هم شامل دي.

حیدر اشرف وايي:

"ځانمرګي بریدګر پولیس په نښه کړي چې په نتیجه کې یې د ۵ پولیسانو او ۴ ملکي وګړیو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي چې ۱۱ په‌کې پولیس او نور ملګي وګړي دي."

رایونډ د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته نږدې پرته سیمه کې ده چې هر کال په‌کې د رایونډ اجتماع په نامه یوه ستره مذهبي غونډه کېږي چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه په‌کې زرګونه کسان ګډون کوي.

د پنجاب حکومت په رایونډ کې تر ځانمرګي برید وروسته د لاهور ښار په روغتونونو کې بېړنی وضعیت اعلان کړی او د لاهور د حساسو سیمو امنیت‌یې لا کلک کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په رایونډ کې د سږنۍ مذهبي غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او دغه چک پوسټ چې چاودنه پرې شوې د غونډې ځای ته نږدې و.

د پنجاب ایالتي اعلی وزیر شهباز شریف په رایونډ کې د پولیسو پر چک پوسټ چاودنه غندلې او اړوندو ادارو ته‌یې د بېړنیو تحقیقاتو امر ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې دا په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې لومړۍ خونړۍ چاودنه ده چې تر دې دمه‌یې لا کومې وسله‌والې ډلې مسؤلیت نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور په رایونډ نومې سیمه کې چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا ګڼ شمېر کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د لاهور ښار امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ ناوخته د لاهور ښار رایونډ نومې سیمه کې یوه پولیس چک پوسټ ته نږدې شوې چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او تر ۱۴ زیات په‌کې ټپیان شوي دي.

د لاهور ښار د پولیسو د یوه مشر ډاکتر حیدر اشرف په وینا، په وژل شویو کې ۴ پولیسان او ۳ ملکي وګړي شامل دي.

رایونډ د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته نږدې پرته سیمه کې ده چې هر کال په‌کې د رایونډ اجتماع په نامه یوه ستره مذهبي غونډه کېږي چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه په‌کې زرګونه کسان ګډون کوي.

که څه هم د لاهور امنیتي چارواکو لا تر دې دمه د دغې چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه‌دي ویلي چې ایا دا ځانمرګی برید و که څنګه؟ خو ادعا کوي چې د چاودنې هدف پولیسان وو.

له بلې‌خوا بیا د پنجاب ایالتي حکومت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د چاودنې ۶ مړي او ۱۴ ټپیان د رایونډ ځايي روغتون ته راوړل شوي، خو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG