د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه وايي، په کابل او لاهور کې پر یوه وخت بریدونه دا په ډاګه کوي چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي.
نوموړي همدا شان د کوم هېواد د نوم اخیستو پرته ویلي چې سیمهییز استخبارات ترهګر د بهرنۍ تګلارې په توګه د پاکستان پر ضد کاروي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ مشر دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ په لاهور کې په یوې امنیتي غونډه کې کړې دي.
ښاغلي باجوه تر هغې وروسته په لاهور کې امنیتي غونډه کړې چې د دوشنبې په ورځ د دې ښار په فېروزپور سیمه کې د چارواکو په وینا ځانمرګي برید د پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل.
په لاهور کې دا برید تر هغې څو ساعته وروسته وشو چې پر همدې ورځ یو موټر بم برید د افغانستان په پلازمېنه کابل کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
د پوځ خبرپاڼه کاږي چې د پوځ مشر په دغو دواړو ښارونو کې ترهګریزو بریدونو ته په اشارې ویلي چې په کابل او لاهور کې پر یوه وخت بریدونه دا په ډاګه کوي چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي.
نوموړي همدا شان ویلي، تر هغه به دا ډول بریدونه روان وي تر څو چې ترهګر د افغانستان خاوره په ازاده توګه وکاروي.
د پوځ مشر همدا شان ویلي، پاکستان له افغانستان سره پر پوله پر خاوره د ترهګرو مرکزونه لهمنځه وړي او چمتو دی چې په دې لړ کې له افغانستان سره هم مرسته وکړي.
د پاکستان د پوځ مشر په داسې وخت کې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کارېدو ادعا کړې چې نهیوازې افغانستان بلکې امریکا هم وايي چې وسلهوال په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.
د امریکا د دفاع وزارت تېره اوونۍ په همدې لړ کې وویل، پاکستان پر خپله خاوره د حقاني شبکې او افغان طالبانو پر ضد مؤثر اقدامات نهدي کړي او له همدې املهیې پاکستان ته سږ کال د پوځي مرستې نهورکولو اعلان وکړ.
خو پاکستان بیا د افغانستان او امریکا تورونه ردوي او وايي، پر خپله خاورهیې په پوځي عملیاتو کې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو پر ضد اقدامات کړي او ټینګار کوي چې په پاکستان کې د عملیاتو له امله د حقاني شبکې وسلهوال افغانستان ته اوښتي.
راپور: ذبیح مومند