راپورونه وايي چې په پاکستان کې په پرلهپسې درېیم کال کې هم د وسلهوالو اړوند تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی.
د فرانسې خبري اژانس په اسلاماباد کې د یوه څېړنیز مرکز د راپور په حواله وايي چې په پاکستان کې په تېر میلادي کال کې د ۲۰۱۶ کال په مقایسه د وسلهوالو ډلو اړوند تاوتریخوالی ۲۱ په ۱۰۰ کې کم شوی دی.
په دې راپور کې راغلي دي چې په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې تاوتریخوالی په پاکستان کې ۴۱۳۱ کسان مړه او ژوبل کړي دي، حال دا چې دا شمېره په ۲۰۱۶ میلادي کال ۴۳۳۷ وه.
تر هغې مخکې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په پاکستان کې د وسلهوالو په تاوتریخوالي کې د ۶۵۷۴ کسانو مرګژوبله تأیید شوې وه.
په راپور کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې له درېیو کلونو راهیسې په پرلهپسې ډول د تاوتریخوالي د کمېدو یو دلیل په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات وو چې د وسلهوالو ډلو د ځپلو لپارهيې وکړ.
فرانس پرس اژانس وايي، په پاکستان کې وسلهوالو ډلو پورې مربوط تاوتریخوالي د کموالي موضوع په داسې وخت کې مطرح کېږي چې ترورېستانو ته د مالي منابعو او د هغوی د تمویل د څارنې یوه نړیوال سازمان تېره میاشت پاکستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د دې سازمان تر څارنې لاندې دی.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا په پاکستان کې لا هم د سخت دریځو وسلهوالو ډلو ځینې کړۍ شته چې د خونړیو بریدونو توان لري.
کارپوهان له یوې مودې راهیسې پر پاکستان انتقادونه کوي چې دا هېواد د سخت دریځۍ او وسلهوالو ډلو پر ضد هغه شان چې پهکار ده، ګامونه نهپورته کوي.
په اسلاماباد کې فعال د څېړنېز مرکز راپور بیا وايي، که څه هم امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د داعش په شان نوې سخت دریځې ډلې صحنې ته راوتلې دي چې په دې وروستیو کلونو کې يې د هغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی چې سلګونه کسان پهکې ووژل شول.
د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کلونو کې د دې لپاره چې پاکستان د حقاني شبکې او افغان طالبانو په شان ډلو پر ضد اغېزمن ګامونه نهدي اخیستي، د پوځي مرستو په ځنډولو سره پر پاکستان فشارونه زیات کړي دي.