د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

خلیل‌زاد: پاکستان غواړي د افغانستان پرېکړې د دوی په خوښه وشي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او ارګ ترمنځ د سیاسي ناندریو او پر یو شمېر نورو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او ارګ ستونزې ته په اشارې لیکلي چې په دې مسئله کې بهرنیانو دوه مخی رول ولوبوه.

ورځپاڼې د جمعیت د استازو له قوله لیکلي چې د دوی او حکومت ترمنځ د خبرو لسم پړاو هم بې‌نتیجې و او ښاغلي نور د مدني اعتراضونو ګواښ هم کړی دی.

د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې د ارګ او نور په مسئله کې حکومت او جمعیت ګوند دواړه په ولس کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي ځکه د ورځپاڼې په وینا حکومت بې‌وسه او بې‌واکه ښودل کېږي او جمعیت ګوند له خپلو ګټو پرته ملي ګټې، اساسي قانون او نظام ته د نه‌ژمنتیا په سبب.

ورځپاڼه د خپل بحث په دوام لیکي چې په دې روانه سیاسي لوبه کې به د څو محدودو څېرو ښې ګټې خوندي وي، خو ولس په ټوله کې د بربادۍ پر لور درومي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم یادې مسئلې ته په اشارې غوښتنه کړې چې باید دغه سیاسي کړکېچ د قانون او ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره ژر تر ژره حل شي.

ورځپاڼې لیکلي؛ عطا محمد نور تېره ورځ خپلو پلویانو ته وویل چې د جمعیت ګوند مشروع غوښتنو ته د رسېدو په هدف به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې اعتراضونه وکړي.

د ورځپاڼې په باور که څه هم په دې مسئله کې د ښاغلي نور دریځ غیر قانوني دی، خو ترې راتاوې کړۍ د خپلو ګټو د ساتلو په هدف ورته وايي چې تاسې په حقه یاست.

ورځپانه لیکي چې اوس دې مسئلې ته د حل موندلو په هدف په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد هم کابل ته راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال د بحث په پای کې لیکلي چې د ارګ او ښاغلي نور ترمنځ دې سیاسي ناندریو ملي یووالي ته زیان اړولی او هر څومره ژر چې کېدای شي باید د ملي یووالي د ساتلو په هدف یاده مسئله حل کړل شي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په یو ځانګړي مطلب کې د امریکا او عراق لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد له قوله لیکلي چې پاکستان غواړي له هرې ممکنه لارې د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړي او د یوې مستعمرې په شکل‌يې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ورځپاڼې د ښاغلي خلیل‌زاد په حواله لیکلي چې پاکستان غواړي د افغانستان لوی تصمیمونه د دوی په خوښه ونیول شي.

پر پاکستان د مرستو بندول، هغه کسان چې په کابل کې بریدونه ترسره کوي باید نومونه‌يې په تور لېست کې شامل او شتمني يې کنګل شي، په پاکستان کې د ترهګرو په پټنځایونو حملې کول او پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه اعلانول امریکا ته د زلمي خلیل‌زاد هغه وړاندیزونه دي چې ورځپاڼې په دې ځانګړي مطلب کې ځای ورکړی دی.

ورځپاڼې د کابل او اسلام‌اباد د سولې وروستیو هڅو ته په اشارې د ښاغلي خلیل‌زاد نظر راخیستی او د نوموړي له قوله‌يې لیکلي چې لا هم د پاکستان په سیاست کې تغیر نه‌دی راغلی، خو که پاکستان ضد وکړي نو داسې شرایط راروان دي چې هم د پاکستان او هم د طالبانو پر ضد دي.

XS
SM
MD
LG