په ایران کې د دې هېواد د پهلوانۍ د فدراسیون مشر پر چارواکو له هغه انتقادونو وروسته استعفا کړې چې وايي، له اسرائیلي سیالانو سره د ایراني پهلوانانو پر لوبېدو بندیز، ورزشکاران له سپورټي سزاوو سره مخ کړي دي.
د ایران د پهلوانۍ د فدراسیون رئیس رسول خادم وروسته له هغې چې له اسرائیلي لوبغاړو سرهیې د ایراني لوبغاړو پر سیالیو د بندیز په اړه انتقاد وکړ، له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د دې فدراسیون پر وېبپاڼه خپار شوي لیک کې ښاغلي خادم داسې ښودلې چې ګوندې د دې فدراسیون له مشرتابه لیرې کړی شوی دی.
نوموړي لیکلي «زه درواغ نهشم ویلی، کله ښه دریځ دا دی چې هېڅ دریځ ونهلرئ.»
رسول خادم چې د المپیک د سرو زرو د مډال ګټونکی دی، دوه میاشتې مخکې پر دې پوسټ بیا انتخاب شوی و.
د ایسنا د نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د خادم د استعفا د خبر تر خپرېدو وروسته د ایران د ازادې پهلوانۍ او د ګریکو-رومن پهلوانۍ د شوراګانو غړو د ډلهییزې استعفا خبرداری ورکړی دی.
ایران د اسرائیلو دولت په رسمیت نهپېژني او خپل لوبغاړي یې له اسرائیلو سره له مسابقو منعه کړي دي.
د نړیوالې پهلوانۍ د ډسپلین خونې تېره میاشت ایرانی ورزشکار علي رضا کریمي د شپږو میاشتو په مخه په دې خاطر له لوبو منعه کړ چې د اسرائیلي رقیب سره د نهمخامخ کېدو په خاطر یې په لوی لاس یوه لوبه وبایلله.
د نوموړي مربي حمید رضا جمشیدي د دوو کلونو لپاره په لوبو کې له ګډونه منعه شو.
له دې پرېکړې وروسته د ایران د پهلوانۍ د فدراسیون رئیس رسول خادم د اسرائیلو لوبغاړو سره د مسابقو په اړه د ایراني چارواکو پر دریځ انتقاد وکړ.
د ایسنا خبري اژانس د نوموړي له خولې وايي:
"که چېرې موږ د اسرائیلو په وړاندې د مسابقو نهکولو پالېسي ولرو، نو باید مسؤلیتیې د لوبغاړو او مربیانو پر اوږو وانهچول شي."
ښاغلي خادم همدارنګه د دې ستونزې د اساسي هواري غوښتنه کړې او ویلي یې دي، ورزشکاران دې ته مجبورول چې ماتې ومني او یا ټوله شپه د ډاکتر په تصدیق پسې وګرځي له دې ستونزې سره سم چلند نهدی.
د ایران د ازادې پهلوانۍ د شورا یو غړي ابراهیم جاویدي د ایسنا خبري اژانس ته ویلي:
"موږ د داسې شرایطو لاندې کار کولو ته چمتو نهیوو."
د نوموړي په وینا د ایران چارواکي باید د ورزش نړیوالو ادارو ته خپلې پرېکړي اعلان کړي او خپل شرایط ورته روښانه کړي څو موږ د لوبو پر مهال دروغ ویلو ته اړ نهشو.
پهلواني په ایران کې یو مشهور ورزش دی.
دغلته په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د اسلامي انقلاب راوروسته له لسګونه ورزشکارانو په نړیوالو لوبو کې له اسرائیلي لوبغاړو سره له مخ کېدو ډډه کړې ده.