د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراخېدو پاکستاني سوداګر اندېښمن کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د نورو هېوادونو سره د افغانستان ښو سوداګریزو اړیکو او پر هغه هېواد د افغان سوداګرو کمې اتکا پاکستاني سوداګر اندېښمن کړي دي.

افغانستان چې د پاکستاني توکو او پاکستان د افغانستان د خامو موادو لپاره تر ټولو ښه بازار وو اوس د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلیو شویو اړیکو د سوداګریزې راکړې ورکړې دا وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستاني سوداګر دغه وضعیت اندېښمن کړي او له هرو ممکنو لارو د اړیکو د بیارغونې هڅه کوي.

د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب ۰۶» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

پسرلی: افغانستان اوس یوازې د پاکستان په بازار پورې منحصر نه دی.
پسرلی: افغانستان اوس یوازې د پاکستان په بازار پورې منحصر نه دی.

"افغانستان اوس یوازې د پاکستان په بازار پورې منحصر نه دی، موږ د ګڼو هېوادونو سره تګ راتګ لرو، اړیکې لرو مالونه لېږدوو او را لېږدوو چې دا موږ د فشار په توګه استعمالولای شو، که دا اړیکې خرابې وي یوازې موږ نه بلکې دوی هم زیان ویني."

نوموړي زیاته کړه چې دا وخت له پاکستان سره د افغانستان سوداګري له نېږدې دری میلیارډه ډالرو نه اووه سوه میلیونو ډالرو ته راکمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې «PAJCCI»مشر محمد زبیر تېره ورځ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې سوداګري باید د سیاسي اړیکو او امنیتي اندېښنو جداً وساتل شي.

له دغې خونې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ بې باورۍ او تورونو نه یوازې سیاسي اړیکې ترینګلي کړي بلکې پر سوداګرۍ یې هم د پام وړ منفي اغېزې کړي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې دا وخت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خان جان الکوزي په مشرۍ یو پلاوی د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په تړاو د خبرو لپاره په پاکستان کې دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دا وخت له ایران، هندوستان او د ځينو نورو هېوادونو سره ښو اړیکو، چابهار بندر، له مرکزي اسیا سره د اور ګاډي پټلۍ او هوايي دهلېزونو پر پاکستان د افغان سوداګرو اتکا کمه کړې ده.

پسرلی: د افغانستان او قزاقستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانیستل شو

روان کال له کندهاره ۳۰ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

افغان حکومت له پنځو اسیايي هېوادونو سره هوایي دهلېزونه پرانیزي

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه وحیدالله غازيخېل که څه هم دا لارې، چارې او رامنځته شوي فرصتونه د غوړېدلي سوداګرۍ لپاره ګټورې بولي، خو وايي، د پاکستان له لارې سوداګري اسانه او ارزانه ده.

دی په دې برخه کې د پاکستاني سوداګرو لېوالتیا پر ځای بولي:

وحیدالله غازيخېل
وحیدالله غازيخېل

"زموږ لپاره تر ټولو ښه لار پاکستان ځکه دی چې پر دغه هېواد بندیزونه نشته او دا لار اسانه، ارزانه او نېږدې ده، نو ځکه پاکستان او هندوستان زموږ تاریخي مارکېټونه دي اوس چې د پاکستان سوداګر په دې برخه کې کومه لېوالتیا لري دا ښه ګام دی، تمه ده چې سیاست زموږ سوداګري او ټرانزیټ قرباني نه کړي."

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د بیا رغېدو غوښتنه داسې مهال کوي چې په ۲۰۱۴مېلادي کال کې د دواړو هېوادونو مشرانو په پنځو کالونو کې ۵ میلیارډه ډالرو ته د سوداګرۍ د رسېدو ژمنه کړې وه.

ښاغلی غازيخېل وايي، د سوداګرۍ په برخه کې اکثرو تړونونو ته د پاکستان نه وفادارۍ دا مزل سخت کړی، خو په خبره یې ګډ کار کولای شي د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG