ایراني چارواکي په تهران کې د مسلمانانو د یوې صوفي ډلې د احتجاج کوونکو او د پولیسو ترمنځ په اخوډب کې د شپږو تنو د وژل کېدو او له ۳۰۰ زیاتو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د تهران په شمالي برخه کې د ګنابادي صوفي ډلې د غړو اعتراض له پولیسو سره په تاوتریخوالي بدل شو.
د ګنابادي صوفیان د پولیسو د یوه مأموریت په مخ کې د لږ تر لږه یوه توقیف شوي ملګري په اعتراض کې راغونډ شوي وو.
په ټولنیزو رسنیو کې په تصویرونو کې چې دولتي ټلوېزیون هم خپاره کړي، لیدل کېږي چې یو بس د بلوا ضد پولیسو پر یوې ډلې ورځي.
مخکې په دې پيښه کې د درې پولیسو د وژلو خبره شوې وه.
د پولیسو ویاند سعید منتظر المهدي وویل چې د بسیج ملېشه ځواک دوه غړي هم وژل شوي دي.
بسیج د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په تُندلاري محافظهکاره ځواک پورې تړلي دي.
د پولیسو دغه ویاند دغهراز وویل چې د بس د ډرېور په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان توقیف شوي دي.
د ایراني چارواکو دغه شمېره ګرانه ده چې په خپلواکه توګه تأیید شي.
په یوه وېډیو کې د معترضینو غږونه اورېدل کېږي چې امنیتي ځواکونو ته وایي چې دوی نهغوښتل نښتې وکړي، خو بله لاره ورته نهوه پاتې.
د ګنابادي صوفي ډلې د مشر نور علي تابنده چې ۹۰ کاله عمر لري پلویان دې ته اندېښمن دي چې ښایي د پولیسو لهخوا ونیول شي.
د دې ډلې یو شمېر غړو ویلي چې دغه اعتراضیې د نعمتالله ریاهي په نوم د خپل یوه ملګري د توفیف په وړاندې د اعتراض په توګه پیل کړی و.
د دوی په وینا ۷۲ کلن ریاهي د دې لپاره تهران ته راغلی و چې د خپل مشر په ساتنه کې مرسته وکړي.
د کسرا نوري په نوم یوه معترض صوفي د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل چې شااوخوا ۱۰۰ پولیسو پر دوی حمله وکړه او پر دوی یې ډزې وکړې.
هغه زیاته کړه چې موږ په سیمه کې خپل امنیت ته اندېښنه لرو، خو کلکه اراده لرو چې د وینې تر وروستي څاڅکي به د خپل مشر ساتنه کوو.
که څه هم د صوفي مسلمانانو ډله په ایران کې غیر قانوني نهده اعلان شوې، خو د بشري حقونو ډلې د ایران حکومت تورنوي چې د دې ډلې غړي ځوروي او ورسره توپیري چلند کوي.