د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

ایراني چارواکو د یوې الوتکې د لوېدو سیمې ته د ورتلو عملیات ځنډولي


ایراني چارواکو د اصفهان په یوې غرنۍ سیمه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو سیمې ته د ورتلو عملیات ځنډولي دي.

تُند باد، واوره او د هوا تیاره‌والي د دې عملیاتو د مختګ لاره ډب کړې ده.

پرون د یکشنبې په ورځ د اصفهان په غرنیو سیمو کې یوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده چې ټوله ۶۵ سپرلۍ یې وژل شوې ده.

دا «اې. ټي. ار ۷۲» ډوله الوتکه له تهرانه جنوب لوېدیځ ښار یاسوج ته په لار وه چې په مرکزي ولایت اصفهان کې د زاګرس په غرونو کې ولوېده.

په الوتکه کې ۵۹ مسافر، څلور کارکوونکي او دوه امنیتي منسوبین ناست وو.

الوتکه د ایران د اسمان هوايي شرکت وه.

د دغه هوايي شرکت ویاند محمد تقي طباطبايي دولتي ټلوېزيون ته ویلي چې الوتکه په «دینا» غره کې چې ۴۵۰ متره لوړه ده، ولوېده او ټوله سپرلۍ یې وژل شوې ده.

د ایران سرې میاشتې ټولنې ویلي، ۱۲ ژغورونکي ټیمونه‌یې د پېښې سیمې ته استولي دي.

  • پخواني معلومات

د ایران د یوې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ټوله ۶۶ سپرلۍ وژل شوې ده.

دغه پېښه نن د مرکزي ولایت اصفهان په غرنۍ سیمه کې شوې ده.

د ایران د اسمان هوایي شرکت «ATR 72» ډوله دغه دوه ماشینه الوتکه چې د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتې وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه.

د دغه شرکت ویاند محمد تقي طباطبایي دولتي ټلوېزیون ته وویل چې الوتکه په دینا غره کې چې شااوخوا ۴۴۰ متره لوړ دی، رالوېدلې او ټوله سپرلۍ یې چې شپږ عمله او ۶۰ مسافر وو، وژل شوې ده.

تر اوسه د دغې الوتکې د راغورځېدو علت نه‌دی معلوم.

  • پخواني معلومات

د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایرانۍ الوتکه له لسګونو سپرلیو سره په مرکزي ولایت اصفهان کې راغورځېدلې ده.

د دغې ادارې مشر حسین کوليوند فارس خبري اژانس ته وویل چې دغه الوتکه چې سپرلۍ یې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وه، په سیمیروم سیمه کې راغورځېدلې او ټولو بېړنیو ځواکونو ته د تیارسی امر ورکړل شوی دی.

د هغه په وینا، دغه الوتکه چې د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتې وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه.

د بېړنیو چارو د ادارې ویاند مجتبی خالدي بیا ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې ځای ته چې یوه غرنۍ سیمه ده، هليکوپټر استول شوي دي.

خو د اسمان هوایي شرکت چارواکو ویلي چې په الوتکه کې یې ټول ۶۶ تنه سپاره و، چې ټول وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG