د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

دفاع وزارت: د سیمې هېوادونو له ترهګرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې ژمنه کړې


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سيمو هېوادونو ژمنه کړې چې د ترورېزم د «مالي سرچينې» يعنې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه کې به خپل مسؤليت په سمه توګه ادا کوي.

کابل د روانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۲مه او ۱۳مه د پاکستان د لوی درستیز په ګډون، د منځنۍ اسیا هېوادونو د ۱۲ لوی درستیزانو او پوځي استازو کوربه و.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، د بحث اصلي موضوع له ترهګرۍ او نشه‌يي موادو سره مبارزه وه.

دغه ناسته د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ په نوښت او کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان په مشرۍ جوړه شوې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغې ناسته کې یو لړ مهمې پرېکړې او ژمنې هم وشوې.

جنرال وزیری زياته کړه چې د ګډون کوونکو هېوادونو پوځي استازو مخدره مواد د ترهګرو مالي سرچینه او په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام اصلي عوامل وبلل.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي وویل:

"د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو پوځي استازو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ، ترڅو داسې لارې چارې ولټول شي چې هم له ترهګرۍ او هم له مخدره موادو سره مبارزه کې داسې پایلې تر لاسه شي چې د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي. ټول په دی نظر وو چې ګډون کوونکي هېوادونه باید په دواړو مشخصو برخو کې په جدي توګه کار وکړي."

دا ژمنې په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت له ۱۷ کلونو راهیسې له مخدره موادو سره مبارزه کوي، خو د سیمې د هېوادونو د همغږۍ له ناستو سره سره، بیا هم دې هېوادونو له مخدره موادو سره په مبارزه کې خپل مسؤليت نه‌دی ادا کړی.

تر دې وړاندې افغان حکومت د امريکا له متحده ایالاتو غوښتي وو چې له مخدره موادو سره مبارزې ته د جنوبي اسیا په ستراتېژۍ کې ځای ورکړي، خو له نشه‌يي موادو سره مبارزې ته په دغې ستراتېژۍ کې ځای نه‌دی ورکړل شوی.

له دې سره سره افغان او امریکایي ګډو نظامي ځواکونو له درېيو میاشتو راهیسې د مخدره موادو پر کارخانو هوایي عملیات پیل کړي او تر دې دمه‌یې د هیروئینو د تولید لسګونه کارخانې ویجاړې کړې دي.

تر دې مخکې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې ډېری تولید شوي مخدره مواد د ځمکې او اوبو له لارې د پاکستان او ایران هېوادونو له لارو نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپا ته قاچاق کېږي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند په دې باور دی چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې سیمه‌ییز مېکانیزم ناکام شوی دی.

ښاغلی یارمند وایي، اوس اړتیا ده چې د امریکا متحده ایالات له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د سیمې هېوادونه هم له نشه‌يي موادو سره مبارزې ته اړ کړي.

ښاغلی یارمند وایي:

"د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې نه‌وه او دغه‌راز د مخدره موادو سرچینې هم په افغانستان نه‌دي، اوس اړتیا ده ترڅو له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره ګډ ډیپارټمنټ جوړ شي، دا ډیپارټمنټونه باید د کشف او استخباراتو او هم د ګډو عملیاتو په برخه کې جوړ شي، مېکانیزمونه باید تعریف شي او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې ګډ عملیاتي مرکزونه رامنځته شي."

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په وروستي راپور کې راغلي وو چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته د کیمیاوي توکو يا فریکرسرونو ټرانزیت، په دغه هېواد کې د هیروئینو د تولید زیاتوالي ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی یارمند د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته د کیمیاوي توکو قاچاق او بيا له دغو لارو بهر ته د مخدره موادو ټرانزیت ته په کتو وړاندیز کوي چې پر پاکستان دې مشخص مالي او اقتصادي بندیزونه ولګول شي، تر څو دغه هېواد له مخدره موادو سره عملي مبارزې ته اړ کړل شي.

راپور: مرسلين ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG