د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

غلام جیلاني دقیق: لوېدیځه حوزه د مخدره موادو د ټرانزیت لار ګرځېدلې


په هرات کې سیمه‌ییز چارواکي وایي چې له افغانستان څخه دباندې په ګاونډ، سیمه او اروپایي هېوادونو کې د نشه‌یي توکو لوړه تقاضا، د افغانستان لوېدیځه حوزه د نشه‌یي توکو د قاچاق د ټرانزیت په لار بدله کړې ده.

د هرات ولایت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې رئیس غلام جیلاني دقیق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په شمالي او مرکزي ولایتونو کې تولید شوي مخدره مواد د لوېدیځو ولایتونو او په تېره بیا د هرات ولایت له لارې ایران او بیا اروپا ته قاچاق کېږي.

د ښاغلي جیلاني په خبره سرحدي ځواکونه او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پولیس د دې توان نه‌لري چې په دې ولایت کې د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیسي.

دقیق: د هرات له لارې مخدره مواد بهر قاچاق کېږي.
دقیق: د هرات له لارې مخدره مواد بهر قاچاق کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې ټوله لوېدیځه حوزه، نیمروز، فراه او هرات د مخدره موادو د ټرانزیت لارې دي، د جنوبي پولو وروسته ډېره برخه مخدره مواد له دې لارې قاچاق کېږي، د شمال ولایتونو او مرکزي ولایتونو ډېره برخه مخدره مواد له همدې ولایتونو څخه بهر ته قاچاق کېږي، زموږ سرحدي ځواکونه د دې توان نه‌لري چې سرحدونه وساتي او قاچاق کوونکي په اسانۍ سره مخدره مواد له دې لارو قاچاق کوي."

تر دې مخکې د هرات د والي ویاند او د ولایتي شورا یو شمېر غړو هم ویلي وو چې هرات د مخدره موادو د قاچاق پر لاره بدل شوی او د دې ولایت امنیتي چارواکي یې په مخنوي کې پاتې راغلي دي.

هرات ولایت له ګاوندي هېواد ایران سره ګډه پوله لري او د ګڼ شمېر افغان معتادینو سربېره چې له دې هېواده افغانستان ته راستانه شوي دي ډېر کله له دې هېواده افغانستان ته د مخدره موادو د قاچاق راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چاروز وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي بیا د دې موضوع په رد سره چې پولیس د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي وايي چې د هرات پولیس د مخدره مواد د قاچاق په مخنوي کې ښې لاسته راوړنې لري.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څه چې دوی وايي چې ګواکې دغه لاره د مخدره موادو د قاچاق پر لاره بدله شوې دا موږ ردوو او داسې څه نه‌شته. امنیتي ځواکونه چې هلته دندې لري د قاچاق کوونکو مخه‌یې نیولې او ډېر کله‌یې مخدره مواد نیول شوي دي او د قانون له مخې ورسره چلند شوی دی. کېدای شي ځینې ستونزې وي او په دې اړه زموږ کشفي او استخباراتي ټیمونو ته دنده سپارل شوې چې په اړه‌یې څېړنې وکړي."

هاخوا په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو یو شمېر استازي د ګاونډیو هېوادونو او نړېوالې ټولنې د همکارۍ پرته د مخدره موادو د قاچاقو مخه نیول ګران کار بولي.

له دې ډلې فاروق مجروح وايي، په هرات کې لویې مافیايي ډلې او قاچاق کوونکي د مخدره موادو په کاروبار کې ښکېل دي او د یو ولایت په کچه د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې مدیریت نه‌شي کولای چې د دغو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG