هند پر پاکستان سخت انتقاد کړی چې د کشمیر په سرحدي سیمو کې د یاغیانو ملاتړ کوي.
د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بیپین راوټ «Bipin Rawat» د خپل هېواد د پوځ د ورځې په مناسبت وینا کې ویلي چې تر دې مهاله هندي ځواکونو له چین سره د دغو دوو هېوادونو پولو ته نږدې د پاکستان له لوري د اوربند د سرغړونې موارد لیدلي دي او دوی هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي.
نوموړی وايي:
"د پاکستان پوځ په سرحدي سیمو کې د اوربند او هم د یاغیانو د نفوذ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی. موږ غواړو په خپل قوت سره هغوی ته درس ورکړو."
پاکستان په ۱۹۴۷میلادي کال کې د خپلواکۍ اخیستلو راهیسې د کشمیر د ملکیت پر مسئله له هند سره شخړه لري.
دواړو هېوادونو په ۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ میلادي کالونو کې پهخپلو کې درې لویې جګړې کړې دي.
هند غواړي د اټمي وسلې له خطر سره سره د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.
د جګړو تر څنګ هند په پرلهپسې ډول پاکستان په کشمیر کې د یاغیانو په ملاتړ تورنوي او د هند پر پارلمان برید او هم په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په بمبی کې د ډلهییزو بریدونو مسؤل پاکستان ګڼي.
سره لهدې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د توافق ۱۴ کاله تېر شوي، خو دواړه هېوادونه کله نا کله یو بل په سرحدي سیمو په تېره بیا کشمیر کې په بریدونو تورنوي.
د هند د پوځ لوی درستیز وایي، اوسمهال د دغه هېواد ځواکونه هڅه کوي چې په سرحدي سیمو کې د ستونزو د خورېدو مخه ونیسي.
بیپین راوټ زیاته کړه:
"اوسمهال د سرحدي سیمو په شمالي برخو کې بحران دوام لري. پهدې سیمو کې سرغړونې په دوامداره توګه کېږي. موږ هڅه کوو چې مخهیې ونیسو او دې کار ته دوام ورکوو."
پاکستان تر اوسه د هند د لوی درستیز د دې څرګندونو په اړه رسماً څه نهدي ویلي، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د هند د عالي کمېشنرۍ مرستیال احضار کړی او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یې د راکټي برید په اړه اعتراض ورته وکړ.
د پاکستان حکومت ګاوتم بمباوالې احضار کړ
په دې حمله کې چې د اسلاماباد د ادعا له مخې د هندي ځواکونو لهخوا شوې، څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند د پوځ د لوی درستیز په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونه غواړي د اټمي وسلې له خطر سره سره د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.