خبرونه
د یونان ساحل ساتو سلګونه ګډوال وژغورل
د یونان چارواکو د جمعې په ورځ ګاودوس ټاپو ته نژدې له یوې کښتۍ څخه ۵۴۵ کډوال وژغورل.
دا په وروستیو میاشتو کې د ژغورنې تر ټولو لوی عملیات بلل کېږي.
د یونان ساحل ساتونکو ویلي چې د جمعې په سهار شاوخوا ۳ بجې یې د مرستې اضطراري پیغام ترلاسه کړ. تر دې وروسته، د ساحل ساتونکو ۳ کښتۍ، د ګاوډوس له جنوب ختیځ څخه شاوخوا ۱۶ سمندري میله لرې د پېښې ځای ته ورسېدې.
د ژغورنې ډلې وموندله چې سلګونه کډوال د کب نیونې په یوه بېړۍ کې په ډېر تنګ ځای کې سپاره دي. د څو ساعتونو له عملیاتو وروسته، د ژغورنې بهیر په خوندي ډول پای ته ورسېد او ټول ۵۴۵ کسان د نژدې کریټ ټاپو د اګیا ګالیني بندر ته ولېږدول شول.
د چارواکو په وینا، د ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
له دې په یوه جلا پېښه کې نن د یونان ساحل ساتو په یوه بله کښتۍ کې ۳۲ کډوال وموندل او هغوی یې کریت ټاپو ته بیولل.
په وروستیو کې له لیبیا څخه د یونان جنوبي ټاپوګانو ته د کډوالو تګ زیات شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».
د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.
رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».
د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل
د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضربالاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.
ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.
کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.
په کابل کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول
په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځهګوني ماشومان زېږولي دي.
روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.
روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.
د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۱۰ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.
تر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي.
چارواکي وايي چې بارانونو او سېلونو کرنیزې ځمکې، لارې، د اوبو کانالونه او مالداري هم زیانمنه کړې ده.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
په جرمني کې هغه لېوه چې یوه ښځه یې داړلې وه، برېښودل شو
د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.
دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.
چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.
دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.
د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر سید مجید خادمي وژل شوی
د ایران د سپاه پاسدران د اطلاعاتي سازمان مشر وژل شوی دی.
سپاه پاسدران نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) اعلان کړی چې د دغو پوځي ځواکونو د اطلاعاتي سازمان مشر تورن جنرال سید مجید خادمي وژل شوی دی.
دوی به له دې چې د پيښې جزییات روښانه کړي ویلي چې خادمي شاوخوا نیمه پيړۍ د سپاه پاسدران انقلاب په اطلاعاتي او امنیتي څانګه کې فعالیت کړی دی.
خادمي تېر کال د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په دغې څوکۍ وګمارل شو. دا وروسته تر دې چې هغه مهال د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر محمد کاظمي ووژل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا میشته فعالانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي
د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
په دې اعتراضي غونډه کې چې پرون یکشنبه جوړه شوې وه د کلیفورنیا په مرکز سکرمنټو کې د افغانانو د بیلابیلو ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پېښې وڅېړي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید په دې اړه وضاحت ورکړي ځکه د دوی په وینا هغه هیواد په خپلو بریدونو کې تر ډېره ښځې، ماشومان او ناروغان وژلي او ملکي سیمې یې په نښه کړي دي.
که څه هم پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي خو پرون د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې په افغانستان کې له ۷ سوه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۶ سوه نور ټپیان شوي دي.
بغلان کې ترافیکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تیره شپه یوې ترافيکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې پيښه د دوو ټانکرونو او کرولا موټر د ټکر له کبله شوې ده.
کورنیو رسنیو ویلي چې مړه شوي کسان د کرولا موټر سپرلۍ وه.
خبر کې راغلي چې یوټانکر موټر له پیښې وروسته یومخ سوځیدلی دی.
د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی، خو دا ډول پیښې تل د چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او تنګو سړکونو له کبله رامنځته کیږي.
ایران او امریکا ( د لنډمهاله اوربند) او (هرموز تنګي د خلاصولو) طرحه ارزوي
رویټرز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د داسې طرحې خبر ورکړی چې " اوربند" او " د هرموز تنګي خلاصول" یې دوه پړاونه دي.
رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې متحده ایالتونو د شخړو د پای ته رسولو لپاره دغه طرحه ترلاسه کړې او کیدای شي چې له دوشنبې عملي شي او ورسره د هرموز تنګی خلاص شي.
د سرچینې په وینا، دغه طرحه پاکستان جوړه کړې او یکشنبه ماښام یې امریکا او ایران دواړو ته سپارلې ده.
پرون یکشنبه د لومړي ځل لپاره اکسیسوس ویبپاڼې د امریکایي، اسراییلي او سیمه ییزو سرچینو په حواله ولیکل چې متحده ایالتونه، ایران او سیمه ییز منځګړي د یوه ۴۵ ورځني احتمالي اوربند په ارزونه بوخت دي چې کولای شي شخړې ورسره پای ته ورسیږي.
بل لورته یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې دوی به د لنډمهالي اوربند په بدل کې د هرموز تنګی خلاص نه کړي.
منځني ختیځ کې د شخړو دوام، اسراییل او ایران نن هم یو پر بل درانه بریدونه کړي دي
پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو په دوام نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) په تهران درانه هوایي بریدونه شوي دي.
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې یو برید په تهران کې پر شریف صنعتي پوهنتون شوی دی او د پوهنتون مشر ویلي چې د پوهنتون یو " علمي بنسټ" په نښه شوی دی.
تېره شپه هم پر تهران بریدونه شوي چې د لږ تر لږه ۶ ماشومانو وژل کېدل په کې تایید شوي دي.
بل لورته اسراییلي چارواکو تایید کړې چې پر شمالي ښار حیفا د ایران په توغندیز برید کې دوه تنه وژل شوي، دوه ورک دي او د یوه ماشوم په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، ایران نن سهار پر اسراییل لږ تر لږه لس توغندي توغولي دي.
له دې سره همهاله د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت هم ویلي چې هوایي دفاع سیستم یې د ایران د توغندیو او ډرونونو د تعقیب په حال کې دی.
دغه وزارت ویلي، د هېواد په بیلابیلو برخو کې د چاودنو غږونه، د همدې تعقیبي عملیاتو له کبله دي.
کویټ هم نن دوشنبه ورته خبرونه خپاره کړي دي.