د ایران مذهبي مشر په یوه پخوانۍ وېډیو کې وايي چې د رهبرۍ وړتیا نهلري.
د ایران مذهبي مشر سید علي حسیني خامنهاي چې په ایتالله خامنهاي مشهور دی دا منلې وه چې د رهبرۍ وړتیا نهلري او د ده په انتخابېدو سره باید د ملت پر حال وژړل شي.
هغه دا خبره د ۱۳۶۸ کال د جوزا په ۱۴ د ایران د خبرګانو په مجلس کې وکړه.
ده ویلي:
"لومړی باید پر اسلامي ټولنې په رښتیا وینې وژاړو چې زما په څېر د یوه کس ان احتمال هم پهکې مطرح کېږي، اصلاً له فني پلوه دا قضیه ستونزه لري، رهبري به رښتینې نهوي خیالي به وي، د ډېرو خلکو لپاره نه د اساسي قانون او نه له شرعي پلوه زما رهبري د منلو ده، دا به نو څه رهبري وي."
د خامنهاي له دې استدلال سره سره هم د مجلس رئیس اکبر هاشمي رفسنجاني چې د خامنهاي د اوږدو کلونو ملګری پاتې شوی و د خبرګانو شورا له غړو غوښتنه کوي چې هغه ته رأیه ورکړي.
د غونډې په پای کې یوازې ۱۴ کسان خامنهاي ته رأیه نهورکوي او پاتې ۵۶ کسان موافقه کوي چې د اساسي قانون تر ټولپوښتنې پورې خامنهاي «موقت» رهبر وټاکل شي.
د همدې کال په اسد میاشت کې په یوه فوقالعاده غونډه کې د خامنهاي د دایمي رهبرۍ تأیید وشو او تر نننهیې په دې څوکۍ تکیه وهلې ده.
خو یو شمېر بهر مېشتي ایراني کارپوهان له هغې ډلې مجید محمدي وايي:
"خامنهاي هغه تواضع یوازې د خپلې رهبرۍ د اطاعت د تضمین لپاره غوره کړې وه او وروستهیې ثابته کړه چې یو جاطلبه واکمن دی."
د خامنهاي دا خبرې په داسې حال کې افشا شوي چې په ایران کې د رژیم او په خاصه توګه د مذهبي رهبر پر ضد شعارونه ورکول کېږي.
د خبرګانو د مجلس د وېډیو خپروونکي ژورنالېست شهید علوي د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل چې وېډیو له ایران دننه چا ورته لېږلې وه او ده هم خپره کړه.
دی زیاتوي:
"د وېډیو رالېږونکي غوښتل ثابته کړي هغه کس چې خلکیې نالایقه رهبر بولي او باید د ولایت فقیه له تخته راکوز شي په خپله هم مني چې د هغه ملت په حال باید وژړل شي چې دی یې رهبر وي. فکر کوم د وېډیو رالېږونکي همدا هدف و چې دا خبرې د خلکو هغو اعتراضونو ته مشروعیت ورکوي چې د رژیم او خامنهاي پر ضد یې پیل کړي دي او منځلاري هم د دې وېډیو په کتلو سره خپل دریځ بدل کړي."
سید علي خامنهاي د ایران د اساسي قانون پر اساس د هېواد تر ټولو عالي مقام او د پوځیانو اعلی سر قوماندان ګڼل کېږي او په سیاسي او لویو چارو کې یې پرېکړې وروستۍ او ټاکونکې دي.
ایراني چارواکو د اوسنۍ وېډیو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر وروستیو مظاهرو را دېخوا یې د امریکا، سعودي عربستان، اسرائیل او یو شمېر هېوادونو استخبارات تورن کړل چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کوي.
راپور: صفيالله ستانکزی