د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

۲۰۱۷، په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ډک کال یا د تاوتریخوالو ناورین!


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې له ستونزو او تاوتریخوالو ډک کال ګڼي او وايي، په دغه کال کې یې له بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰۰ قضیې ثبت کړې دي.

دغه کمېسیون وايي، په دغه کال کې په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او د ۳۷۷۸ کسانو پر وړاندې، د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.

په دوی کې د خلکو د شکنجې او له زندانیانو سره د ناوړه چلند ۱۰۰ او د جنګ په لومړیو لیکو کې له ماشومانو نه د ناوړه ګټه اخیستنې ۳۰۰ قضیې شاملې دي.

سربېره پر دې دغه کمېسیون په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو ګڼو نورو پېښو ته هم ګوته نیسي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي:

"۲۰۱۷ میلادي کال د افغانستان د خلکو لپاره له ستونزو ډک کال و، ملکي تلفات په لوړه کچه وو، د بشري حقونو او بشري ارزښتونو خلاف چلندونه اوس هم شته او دا هغه موضوع‎ګانې دي چې د بشري حقونو پر ارزښتونو یې سیوری کړی دی. حکومت کولای شي په دې برخو کې کار وکړي چې موږ د وضعیت د ښه کېدو شاهدان واوسو."

همدا شان د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په دغه کال کې ملکي تلفات، د ازادۍ او شخصي امنیت نشتوالی او د ناوړه چلند د مخنیوي د لارو نشتوالی، د بشري حقونو د سرغړونو، نور موارد ګڼي.

دغه کمېسیون وايي، د تاوتریخوالي د عاملینو او د بشري حقونو د سرغړوونکو معافیت او په دې برخه کې د حکومت کمروزي اقدامات لامل شوي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د بشري حقونو خوندیتوب محسوس نه‎شي.

سربېره پر دې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومته وغوښتل چې د بشري حقونو موضوع په ۲۰۱۸ میلادي کې په لومړیتوبونو کې وشمېري.

دی وايي:

"د ښځو د حقونو موضوع زموږ لپاره عمده ده. که د بشري حقونو وضعیت ته پام وکړو، هر کار چې د بشري حقونو لپاره کولای شو باید ویې کړو. په مجموع کې د بشري حقونو موضوع باید د حکومت په کاري اجنډا کې وي.۲۰۱۸ میلادي کال د بشري حقونو خوندیتوب، سولې او ډموکراسۍ ته د تمې یو بل فرصت دی."

د واده او د کورنۍ د جوړولو، د ملکیت، کار، زده‎کړو، روغتیا، د ماشومانو او د بیان د ازادۍ حقونه هغه موارد دي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون پرې ټینګار کوي.

سربېره پر دې د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې حکومت کمزوری ګڼي وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال دولت نه‌یوازې دا چې په یاده برخه کې یې پرمختګ نه‎دی کړی، بلکې په شا شوی دی.

دا وايي:

"په تېر یو کال کې که د هېواد په کچه ووینو، بشري حقونه په‌کې تر پښو لاندې شوي، همدارنګه د بشري حقوقو سرغړوونکي او سلګونه نور موارد دي چې په هېواد کې ترسره شوي. کله چې په یوه هېواد کې امنیت نه‎وي او خلک‌یې زیانمن شي، د نظام لپاره یې ستونزې جوړولی شي."

د مېرمن ذکي په خبره که په ۲۰۱۸ میلادي کال کې بشري حقونو ته پام ونه‎شي، د خلکو وضعیت به نور هم خراب شي.

دا چې حکومت د دغو انتقادونو پر وړاندې څه وايي، د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي يې په اړه وايي:

"هېڅ‌څوک له قانون نه پورته نه‎دی، حکومت د بشري حقونو سرغړونې نه‎شي منلی، خو ډېری دغه سرغړونې د ترورېستي ډلو او مخالفینو له‎خوا کېږي چې ملکي خلک‌یې هدف دی. حکومت د اساسي قانون او بشري حقونو ټولو ارزښتونو ته ژمن دی او د پلي کېدو لپاره‌یې خپلې ټولې هڅې ترسره کوي."

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي

​سره له دې چې حکومت وايي، له دغو ټولو ګواښونو سره سره توانېدلی چې د خلکو حقونه تأمین کړي، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه یوازې د هېواد د ملي شورا غړي او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت پر کمزورۍ انتقاد نه‎کوي، بلکې ځینو نړیوالو سازمانونو هم په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې پر بشري حقونو اندېښنې ښودلې دي.

له دغو ستونزه سره سره افغانستان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب خپل کړ.

ځیني کابل ښاریان وايي، تر هغې چې په حکومت کې دننه اختلافات حل نه‎شي او د بشري حقونو د تأمینولو لپاره، پروګرامونه ترتیب نه‎شي، د هېواد خلک به د پردیو د اهدافو قرباني کېږي.

احمد الله ازادي راډیو ته وویل:

"د بشري حقونو په برخه کې کار کافي نه‎دی، باید په کلیو او ولسوالیو کې د خلکو له غوښتنو سره سم کارونه وشي، په کلیو کې د خلکو د حقونو لپاره هېڅ کار نه‎دی شوی."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تداميچې یاماموتو، د افغان حکومت له مشرانو غواړي په دې برخه کې باید خپلې ژمنې په جدي توګه عملي کړي چې د بشري حقونو تأمین او سوکالي چې د خلکو هیله ده او له لاسه‌یې تللې، بېرته خپله کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG