نړۍ
هغه افغان چې استرالیا کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی

هغه افغان مهاجر چې پرون يې د استرالیا په ملبورن ښار کې یې خلک په موټر ووهل، له روغتونه فارغ شوی او پولیس پوښتنې ورڅخه کوي.
د استرالیا د ویکتوریا ایالت د پولیسو مرستیال شېن پاتون د جرمني خبري اژانس "ډي.پي.آ" ته ویلي چې د حملې د هدف په اړه څېړنې کوي.
پاتون ویلي چې حمله کوونکي په ابتدايي مرکه کې د خوب لېدو او د اوازونو د اورېدو یادونه کړې ده.
د استرالیا رسنیو ویلي چې د حملې په تور نیول شوی افغان کډوال سعید نوري نومېږي.
شېن پاتون پرون په ملبورن کې خبریالانو ته وویل:
"لکه څرنګه چې ما وویل، تر اوسه لا لومړۍ ورځې دي، هغه عصبي ناروغي لري، تر درملنې لاندې دی، موږ د دې معلوماتو په مرسته کار کوو چې وضاحت تر لاسه کړو. هغه په توقیف کې دی چې موږ یې عمدي ګڼو."
د اسټرالیا صدراعظم ویلي چې د پېښې او ترورېزم ترمنځ د تړاو خبر نه ده ورکړ شوی خو هېڅ امکان لا نه شي ردېدلای.
په ملبورن کې په دې حمله کې ۱۷ تنه زخمیان شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي واکمن سره ولیدل

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره ولیدل.
د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي.
ډونالډ ټرمپ وویل، له سوریې سره دا تماس د سعودي د ولیعهد محمدبن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هڅونه شوی دی.
هغه د سوریې په اړه وویل: «یوه نوې اداره موجوده ده چې هیله ده بریالۍ شي» او زیاته یې کړه: «زه وایم چې بریا درته غواړم.»
د دواړو هېوادونو د مشرانو ناسته د تړلو دروازو تر شا وشوه او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د هغوی خبرې واوري.
د ترکیې د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډیو کنفرانس له لارې د ټرمپ، محمدبن سلمان او احمد الشرع له غونډې سره یوځای شو. ترکیه د الشرع د حکومت او د هغه تر مشرۍ لاندې یاغیانو اصلي ملاتړې وه.
سپینې ماڼۍ وروسته اعلان وکړ چې دې غونډې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.
اسراییل د یمن د درو بندرونو د تخلیې خبرداری ورکړ

اسراییل نن (چهارشنبې)، خبرداری ورکړ چې د یمن له دریو بندرونو څخه دې خلک ووځي.
د اسراییل دا خبرداری کیدای شي د دې هېواد له لوري د ایران پلوه حوثيانو پر هدفونو د برید نښه وي.
د اسراییل د پوځ ویاند، آویخای آدري، په ایکسپاڼه کې لیکلي: «په دې خاطر چې د حوثيانو رژیم له الحدیده، رأس عیسي او السلیف – بندرونو څخه استفاده کوي، له ټولو هغو کسانو غواړي چې په دغو بندرونو کې حضور لري، د خپل امنیت لپاره ژر تر ژره له دغو ځایونو ووځي او تر بل اعلان پورې ترې لیرې پاتې شي.»
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د تلابیب په وینا، حوثیانو د اسراییل خاوري ته توغندي ویشتي دي.
توغندی هغه مهال د اسراییل خاورې ته توغول شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د لیدنې لپاره سیمې ته لاړ.
اسراییل تر دې مخکې ویلي و چې له یمنه د دوی پر لور توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو تېر کال د کب په میاشت کې د حوثیانو پر مورچلونو پوځي عملیات پیل کړل، خو په روانه میاشت کې یې له دې ډلې سره د اوربند موافقه وکړه.
رویټرز: د ایران چارواکي به ډېر ژر په استانبول کې د برجام له اروپايي لورو سره وګوري

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د ایران چارواکي به ډېر ژر په استانبول کې له اروپايي لورو سره وګوري.
دې آژانس د سه شنبه په ورځ د (غویي ۲۳) مه د دوو اروپايي دیپلوماتیکو سرچینو او یوه ایراني دیپلومات ته له قوله راپور ورکړی چې دغه لیدنه ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ ترسره شي.
ایران او درې اروپایي هېوادونو تر اوسه پورې دې خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د رویټرز د راپور له مخې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه خواوې، ایران او اروپای، هڅه کوي خپل دریځ د تهران او واشنګټن ترمنځ د پنځم پړاو خبرو اترو تر پیل وړاندې پیاوړی کړي.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ایران او دریو اروپايي هېوادونو بریتانیا، فرانسه او جرمني ترمنځ خبرې اترې د غويي په ۱۲مه په روم کې ترسره شي، خو دا خبرې وځنډېدې.
دغه درې اروپايي هېوادونه که څه هم د برجام غړي دي، خو تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ په هغو خبرو کې چې څلور پړاوونه یې ترسره شوي، ګډون نه لري.
خو دا درې اروپایي قدرتونه له واشنګټن سره په نږدې همغږۍ کې پاتې شوي دي، څو دا وټاکي چې د «ماشه میکانیزم» احتمالي کارول (د ملګرو ملتونو د ټولو بندیزونو اتومات بېرته پلې کېدل پر ایران) څه وخت اړین ګرځي.
د اسراییلو پوځ له یمن څخه توغول شوی توغندی شنډ کړی

د اسراییلو پوځ نن اعلان وکړ چې له یمن څخه توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، چې احتمالاً د راکټ د چاودنې له امله رامنځته شوي دي.
دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دوهم ځل و چې د اسراییلو هوايي دفاعي سیستم له یمن څخه توغول شوی توغندی له منځه وړي.
د سې شنبې په ورځ، د دغه هېواد پوځ اعلان وکړ چې هغه توغندی یې شنډ کړی چې حوثیانو ویلي وو د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر یې په نښه کړی و.
د می په لومړیو کې، د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو لخوا د توغول شوي توغندي له امله اته کسان ټپیان شول.
د هند د اوړي له ګرمۍ سره مبارزه؛ د بس تمځایونو کې د اوبو پاشلو او پردو نصبولو څخه تر د کورونو د بامونو رنګولو پورې

د هند په احمد آباد ښار کې ښاري چارواکو د اوړي د ګرمې هوا د اغېزو د کمولو لپاره د بس په تمځایونو کې له واښو جوړ شوې پردې او د اوبو شیندونکي نصب کړي دي.
پر دې سربېره، د فلزي چت لرونکو کورونو بامونه په روښانه رنګونو رنګ شوي، څو لږه ګرمي جذب کړي.
دغه ساده خو مؤثر اقدامات د کورونو دننه تودوخه تر ۵ درجو پورې راټیټه کړې او خلکو ته یې د راحتۍ زمینه برابرې کړې ده.
دغه طرح په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې شوې وه، او اوس په ټول هند او جنوبي آسیا کې په روغتونونو او دولتي ادارو کې عملي کیږي.
د تودوخې زیاتوالی په هند کې د میلیونونو خلکو لپاره یو جدي ستونزه ده. په احمدآباد ښار کې د سږکال د هوا تودوخه ۴۲ درجې سانتيګراد ته رسېدلې ده.
له هغه مرګوني د تودوخې څپې وروسته چې په ۲۰۱۰ کال کې راغله او له ۱۳۰۰ څخه ډېرو کسانو ژوند یې واخیست، احمدآباد ښار په جنوبي آسیا کې د ګرمۍ پر وړاندې لومړنی اقدامې پلان جوړ کړ، چې اوس یې په ټول هند کې د یو بېلګې په توګه عملي کیږي.
ټرمپ د دویمې دورې په لومړي بهرني سفر کې ریاض ته رسیدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیز ته خپل څلور ورځنی سفر د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان، سره په لیدنه پیل کړ.
دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لومړنی رسمي بهرنی سفر دی.
بن سلمان په ریاض کې ټرمپ ته د دودیز قهوې مراسم برابر کړل، او وروسته به په رسمي ماښامنۍ میلمستیا کې هم ګډون وکړي.
ټرمپ به د امریکا او سعودي د پانګونې په کنفرانس کې هم ګډون وکړي او د خلیج د همکاری شورا له غړو سره به وویني.
په دغه سفر کې د امریکا او سعودي تر منځ د مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ او وسلو د پلور په برخو کې د ځینو هوکړو تمه کیږي.
تمه ده هغه به له عربي چارواکو سره د ایران د اټومي پروګرام، د غزې د جګړې، د نفتو د بیو او پانګونو په اړه خبرې وکړي.
پاکستان ته د هند صدر اعظم نریندار مودي خبرداری

د هند صدراعظم نریندرا مودي پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د هند پر وړاندې د هر ډول ترهګریز برید له پیلولو ډډه وکړي.
مودي د دوشنبې په ورځ (دغویي۲۲مه) په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې که اسلام آباد داسې اقدام وکړي، نو نوی ډیلي به په مناسب اقدام سره ځواب ورکړي.
دا د هند د پوځ له خوا په پاکستان کې پر ځینو هدفونو له برید وروسته د مودي لومړنۍ څرګندونې دي.
هند ویلي چې دا بریدونه د ترهګرو پر مرکزونو شوي دي.
پاکستان د هند هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې د سخت دریځه وسله والو ملاتړ کوي او ویلي یې دي، چې هغه ځایونه چې تېره اونۍ د هند لخوا پرې برید شوی وو ملکي سیمې وې.
اسلام آباد تر اوسه د هند د لومړي وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې همکارانو يې په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي

د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې د دوی همکارانو په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي.
د برتانوي ځانګړو ځواکونو پخوانیو سرتیرو د بي بي سي په پانوراما پروګرام کې ادعا کړې چې د دوی ځینو ملګرو، چې "رواني" چلند یې درلود، په افغانستان او عراق کې یې بې وسلې او بیده ملکي وګړي وژلي.
د نړیوال قانون له مخې، پوځي ځواکونه اجازه نه لري چې د جګړې بندیان یا بې وسلې ملکي وګړي ووژني. دغو تورونو تر یوه لسیزه زیات وخت نیولی دی.
په عین حال کې، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د دوشنبې په ورځ، د می په ۱۲مه نېټه، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د بي بي سي د نوي راپور په غبرګون کې "د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د حساب ورکولو او عدالت" غوښتنه کړې ده.
د راپور په تړاو د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی د روان تحقیقاتي کمیسیون سره همکارۍ ته "په بشپړه توګه ژمن" دي.
وزارت دا هم ویلي چې "دا د دفاع وزارت لپاره مناسبه نه ده چې په دې څیړنه کې د څیړل شویو تورونو په اړه تبصره وکړي."
د تحقیقاتو کمیسیون له ټولو هغو کسانو څخه چې اړونده معلومات لري غوښتنه کړې چې د حقیقت د رونټیا لپاره له دې پروسې سره یوځای شي.
پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي

پولنډ ویلي چې په کراکو کې به د روسیې کونسلګري وتړي.
مخکې له دې، پولنډي چارواکو ویلي و چې دوی داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښیي د روسیې پټې ادارې په هغه لویه اورلګېدنه کې ښکیلې وې چې د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې یې په وارسا کې یو سوداګریز مرکز ویجاړ کړ.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي دا اقدام تخریبي وباله.
د اوکراین له جګړې راهیسې د روسیې او پولنډ تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي، چې وارسا مسکو په تخریب او سایبري بریدونو تورن کړی دی. هغه تورونه چې روسیې رد کړي دي.
روسیې دا پریکړه "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر وړاندې قصدي عمل" بللی او د متقابل غبرګون ژمنه یې کړې ده.
پولنډ مخکې د ورته دلایلو له امله په پوزنان کې د روسیې کونسلګري تړلې وه.
امریکا او چین د متقابلو تعرفو د کمولو لپاره موافقې ته رسېدلي

امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
امریکا او چین د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د متقابلو تعرفو د پام وړ کمولو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
واشنګټن او بیجنګ هڅه کوي چې هغه سوداګریزه جګړه پای ته ورسوي چې نړیوال اقتصاد یې ګډوډ کړی او مالي بازارونه یې لړزولي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ په ژنیو کې د چینایي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې د ۹۰ ورځو لپاره د اقداماتو د درولو په خاطر موافقې ته رسیدلي دي.