د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۳

لاس انجلس ټایمز: افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه ډېر شوي


  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د پوځیانو د یوې نوې ډلې په جوړولو یو مطلب لیکلی دی.

د دغه مطلب په سر کې راغلي چې ایا په افغانستان کې د محلي ملېشو خوځښت د ترهګرۍ پر ضد اغېزمنه حل لاره ده؟

واشنګټن پوسټ لیکلي:

د امریکا د اردو پالېسي جوړونکي په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سیمه‌ییزو ځواکونو د یوې اردو د جوړولو لپاره وړاندیز کړی چې وکولای شي له افغان او امریکايي پوځیانو ملاتړ وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنې د دغو وړاندیزونو پر سر غور کوي.

د ورځپاڼې په باور په اوږدمهال کې به د محلي ځواکونو استخدام هغه هم د هغوی د خپلو مېنو د دفاع په هدف د لانجمنو پولو د خوندي ساتلو لپاره یوه کم لګښته لار وي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې سیمه‌ییزې ملېشې به د ترهګرو د هستوګنې په اړه مهم استخباراتي معلومات شریک کړای شي او هم به له ملکیانو سره د بې‌ځایه تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د محلي ملېشو خوځښت د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن حل لاره ده؟

خو واشنګټن پوسټ دا اندېښنه هم شریکه کړې چې ځیني وخت د ترهګرو د پېژندلو لپاره له ملکیانو استفاده به ترهګرې ډلې وپاروي او په حقیقت کې به د ملکیانو پر ضد تاوتریخوالی لا پسې زیات کړي.

  • لاس انجلس ټایمز

په افغانستان کې د امریکا هوايي بریدونه ډېر زیات شوي او د ملکیانو مرګژوبله هم ورسره لوړه تللې.

دا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د یوه مطلب عنوان دی.

د مطلب د لیکوال په خبره جنګي الوتکو د افغانستان په ختیځ کې د هغو کلیو په سر پرواز کاوه چې د اسلامي دولت ډلې سختدریځه په‌کې پټ و.

۱۱ تنه د قریب‌الوقوع بمبارۍ له ډاره له سیمې د تېښتې په حال کې و چې سوزوکي سپین رنګه موټر یې د یوې چاودنې هدف وګرځېد.

لاس انجلس ټایمز لیکلي چې د چاودنې په نتیجه کې په سړک کې یوه کنده رامنځته او سوزوکي موټر لاندې درې ته ورغړېد.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي چې یوه ځوانه نجلۍ ژوندۍ پاتې شوه او ۱۰ تنه نور چې درې ماشومان هم په‌کې شامل و، ووژل شول.

یوه نوي زېږیدلي ماشوم د خپلې مور په غېږ کې ساه ورکړه.

لاس انجلس ټایمز لیکي:

د اګسټ په ۱۱مه په ننګرهار کې له دې پېښې یوازې یو روغ کس ووت او افغان چارواکو هم چې سیمه کتلې، ویلي یې دي چې سوزوکي وړه لارۍ د ماښام له پنځو مخکې د امریکايي ځواکونو په هوایي برید کې لګېدلې ده.

د امریکا پوځ له پېښې وروسته په یوه بیان کې تائید کړه چې برید یې کړی، خو هغه سختدریځې په نښه شوي چې په یوه موټر کې يې وسلې بارولې.

د امریکا د پوځ په بیان کې ویل شوي چې په پېښه کې ملکیان نه‌دي ویشتل شوي.

XS
SM
MD
LG