د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د چابهار بندر د لومړنۍ برخې پر پرانیستلو او پاکستان ته د امریکا په دې خبرداري بحثونه کړي چې تر راتلونکي پسرلي پورې دې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې د چابهار بندر د لومړنۍ برخې د پرانیستلو په مراسمو کې د ایران د ولسمشر سربېره د افغانستان، پاکستان، هند، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخیستی وه.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د چابهار بندر د لومړنۍ برخې په پرانیستلو سره په کال کې د دغه بندر د کارګو ظرفیت له دوه نیم میلیونو ټنو څخه اته نیم میلیونو ټنو ته لوړ شو.
ورځپاڼې وړاندې د شنونکو په حواله لیکلي دي چې د چابهار بندر به شااوخوا ۸۰ کېلو متره لیرې د اوبو بلې غاړې ته د پاکستان د ګوادر بندر چې د چین په همکارۍ جوړېږي، وننګوي.
خو ورځپاڼه لیکي چې د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې د دواړو بندرونو ترمنځ د سیالۍ مسئله رد کړه او ویېویل چې چابهار بندر به د سیمې د هېوادونو ترمنځ یووالی او همکاري لا پیاوړې کړي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د چابهار بندر د افغانستان لپاره خورا مهم بللی او لیکلي دي چې دا بندر به افغانستان د سیمې د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې چابهار وروسته له هغې د اتکا وړ ټکی شو چې پاکستان د اټاري او واګه بندرونو له لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري بنده کړه، خو اوس چابهار د پاکستان د لارو ستر بدیل دی چې افغانستان او هند یې سره تړلي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
پاکستان له خپلو لارو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیست، خو چابهار بندر یې غرور ورمات کړ او اوس خپله د افغانستان تر فشار لاندی راغی.
ورځپاڼې وړاندې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني خبرداري ته کتنه کړې او لیکلي دي، که پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د اټاري او واګه بندرونه پرانهنیزي، نو افغانستان به هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ لارې بندي کړي.
طالبان د سولې خبرو ته د کېنولو لپاره پر پاکستان د امریکا فشار بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي دي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر پاکستان ته روان دی، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي دي چې د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې پوره شوې، خو پاکستان لا تر اوسه په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر وړاندې کوم اقدام نهدی کړی.
ورځپاڼه لیکي چې د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي دي چې پاکستان تهیې ویلي دي چې تر راتلونکي پسرلي پورې دی افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي.
ورځپاڼه لیکي:
د سپینې ماڼۍ چارواکي دا په ډاګه کړه چې دوی تش خبرې نهغواړي، بلکې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رښتینې خبرې غواړي.
د ورځپاڼې په وینا امریکا دا هم ویلي دي، تر هغو چې په پاکستان کې د طالبانو خوندي ځالې موجودې وي، نو فکر نهکېږي چې طالبان دې د سولې خبرو ته حاضر شي.
پاکستان د ترورېزم په خلاف په روانه جګړه کې د پام وړ کوم کار نهدی کړی.
هېرټ اف اېشیا
هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د سپینې ماڼۍ د چارواکي په حواله لیکلي دي چې پاکستان د ترورېزم په خلاف په روانه جګړه کې د پام وړ کوم کار نهدی کړی.
ورځپاڼې د دغه چارواکي په حواله لیکلي دي چې د ترورېزم په خلاف په روانه جګړه کې امریکا د پاکستان په همکارۍ قانع نهده او دا ځکه چې لا هم د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پټن ځایونه موجود دي او د هغو په وړاندې هېڅ هم نهدي شوي.
د ورځپاڼې په وینا د امریکا دې چارواکي ویلي دي چې دوی غواړي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې د پاکستان عملي ګامونه وګوري، ځکه د ده په وینا د امریکا صبر لا محدود نهدی.
ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د دغه چارواکي په حواله لیکلي دي چې د ټرمپ اداره غواړي چې تر راتلونکي پسرلي پورې د سولې د پروسې په لړ کې رښتینې هڅې وګوري او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو رښتینې خبرې پیل شي.
- اوټ لوک
اوټ لوک ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله لیکلي دي چې طالبانو په وروستیو کلونو کې ځینې لاسته راوړنې درلودلې دي او تر هغو چې په پاکستان کې د دوی پټنځایونه لهمنځه نهوي تللي، دوی به د سولې خبرو ته حاضر نهشي.
دې ورځپاڼې هم له اسلاماباد څخه د امریکا دا غوښتنه راخیستې چې تر راتلونکي پسرلي پورې دې، طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.