په داسې حال کې چې په جګړو او طبیعي مصیبتونو کې د ځپل شویو خلکو شمېر په زیاتیدو دی، ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره له مرستندویو هېوادونو دوه نیم میلیارد ډالره چنده غوښتې.
د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او نورې خیریه ټولنې غواړي چې په را روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ په ۲۶ هېوادونو کې د شاوخوا ۱۳۶ میلیونو اړو وګړو له ډلې هغو نژدې نوي میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي چې تر نورو له زیات ګواښ سره مخامخ دي.
فرانس پرېس خبري آژانس په دې اړه په راپور کې لیکي:
د تېر کال د اټکلونو له مخې په نړۍ کې د هغو خلکو شمېر په سلو کې پنځه زیات شوی دی چې نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارک لوکوک Mark Lowcock نن په یوه بیان کې وویل چې خلک اوس تر بل هر وخت زیات د ملګرو ملتونو مرستو ته اړ دي.
ملګري ملتونه وايي چې وچکالي، سېلابونه او نور طبیعي افات او فاجعې به سږکال هم د بشري مرستو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، خو لوکوک وویل چې جګړې او په ځانګړي ډول دوامداره جګړې به په ۲۰۱۸ کال کې هم د بشري مرستو لپاره د غوښتنو اصلي عوامل وي.
د بشري مرستو څرنګوالي ته په پام سره په دې بحرانونو کې یو د سوریې بحران دی چې د نورو په سر کې دی.
ملګري ملتونه وايي، د وړاندیز شویو ۲۲ نیم میلیارد ډالرو نژدې درېیمه برخه چې ۷،۶۶ ملیارد ډالره کېږي، د سوریې د جګړې له کبله له رامنځ ته شوي حالت سره د مقابلې لپاره په کار دي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې له دې پیسو څخه درې نیم میلیارد ډالر په کړکېچ ځپلې سوریه کې د بشري مرستو لپاره په کار دي- هلته چې له درې نیم لکه زیات خلک په جګړو کې وژل شوي او میلیونونه نورو خپل کورونه پریښي او څه باندې څلور میلیارد ډالر به له هغو پنځه نیم میلیون وګړو سره پر مرستو ولګول شي چې د جګړې له کبله ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
له سوریې وروسته یمن دی چې د نړۍ ترټولو خونړي بحران سره لاس ګریوان دی.
د ملګرو ملتونو د وړاندیز په طرح کې په یمن کې د ټولو ۲۲ لکه جګړه ځپلو نژدې نیمايي خلکو لپاره د دوه نیم میلیارد ډالره مرستو غوښتنه شوې ده.
په جنوبي سوډان، سوډان، د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت، سومالیا او نایجریا کې هم کورنیو جګړو خلک ځپلي او مرستو ته اړ دي خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر ویلي دي چې په ځینو هېوادونو او له هغې ډلې په افغانستان، ایتوپیا یا حبشه او اوکراین کې بشري مرستو ته اړتیا کمه شوې ده خو له دې سره سره دا هېوادونه بیا هم مرستو ته ډېره اړتیا لري.
پخوانیو تجربو ښودلې چې له مرستندویو هېوادونو څخه د دې ټولو پیسو ترلاسه کول ډېر ستونزمن کار دی.
ملګرو ملتونو تېر کال دا وخت د ۲۲،۲ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې وه خو یوازې له نیمايي یوڅه زیاتې پیسې یې ترلاسه کړي.