د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۷

سرخط: طالبان او نور ترهګر رښتیا هم د نشه‌يي توکو په دود پايي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په هلمند کې په یو لړ عملیاتو کې د مخدره موادو د مرکزونو د له‌منځه وړلو په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت اعلان وکړ چې په هلمند کې افغان سرتېرو د ناټو په ملګرتیا د هیروئینو په فابریکو عملیات کړي او د پروسس اته مرکزونه‌یې ویجاړ کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومت وايي، تر دې وروسته به په پرله‌پسې توګه د مخدره موادو په مرکزونو ورته عملیات کوي او له‌منځه به‌یې وړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت د بلا په لور ګام اخیستی دی، خو که خدای مه‌کړه حکومت یا زړه نا زړه شي، یا یې خپله خبره هېره شي، یا وډار شي، دغه مافیا به لا خونړۍ شي.

ورځپاڼه لیکي:

طالبان او نور ترهګر رښتیا هم د نشه‌يي توکو په دود پايي، خو په ورځپاڼه کې د افغان حکومت پر یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي تور پورې شوی چې د مخدره موادو مافیايي څېرې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپانې په دې اړه د ارګ نه د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه لیکلي دي.

هېواد لیکي، د افغانستان حکومت په ډاګه کړې چې اوسنۍ جګړه د نشه‌يي توکو جنګ او د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي او ترورېستان له دې نه په استفادې فعالیت کوي.

په ورځپانه کې راغلي، افغان حکومت ویلي، د مخدره موادو د پروسس د سرچینو په نښه کولو کې جدي دي او تدابیر هم ورته نیول شوي دي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې سوله او ثبات د مخدره موادو پر وړاندې په جدي مبارزې پورې تړلی بولي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال په خبرو انتقاد کړی دی.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته باید ځکه نړیواله جایزه ورکړل شي چې د یاد وزارت یو مرستیال په دغه هېواد کې په نشه‌يي توکو دوه نیم میلیونه روږدي کسان خیالي ګڼلي دي.

په مطلب کې دا نه‌دي راغلي چې د نوموړي وزارت کوم مرستیال دا خبره کړې، خو د نوموړي په حواله راغلي چې یوې رسنۍ ته‌یې په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د روږدو کسانو په رقم کې مبالغه شوې او اصلاً نیم میلیون کسان دي.

XS
SM
MD
LG