ناامني، ماینونه، د جګړو په لیکو کې ورڅخه استفاده، بېوزلي، خوارځواکي، له زدهکړو محرومیت، بېسرپرستي، جنسي ځورونې، درانه کارونه او داسې نور هغه څه دي چې د میلیونونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي.
دې ستونزو ته په کتو د افغانستان په ډېرو سیمو په تېره بیا لویو ښارونو کې ماشومان درنو کارونو، سوال کولو او رنګا رنګ استفادې ته مجبور شوي دي.
د کابل د شهرنو په سیمه کې یوه مور چې فوزیه نومېږي له مجبورۍ یې د خپلو درېیو ماشومانو څخه په استفادې د سوال ځولې غوړولې.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل:
"زما سره درې ماشومان، یو هلک دوه نجونې دي. زه له مجبورۍ دلته راغلې یم، زما مجبوري دا ده چې هوا سړه ده ماشومان مې ګرم لباس نهلري، بوټان نهلري او په کور کې د خوراک څه نهلرو. موږ مجبور یو چې ټول راووځو او په دې ډول ژوند وکړو."
اغلې فوزیه وايي، د خپلو اولادونو په خیر ښېګڼه پوهېږي او له دې سره چې راتلونکي تهیې اندېښمنه ده مجبوره ده دوی له ځان سره له کوره وباسي.
دی وايي، د ماشومانو پلار یې په روانو جګړو کې قرباني شوی دی.
دا یوازې فوزیه نهده چې د بشري حقونو د ټولو کنوانسیونونو خلاف ماشومانیې په کمکي عمر کې د سوال لپاره راویستلي او یا پرې کار کوي بلکې د افغانستان په لویو لارو او ښارونو کې ورته زرګونه نمونې شته.
د افغانستان د بشري حقونو د ماشومانو د برخې دفتر وايي، دا وخت شپږ نیم میلیونه افغان ماشومان له بېوزلۍ سره مخ دي.
له دې سره د درېیو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په افغانستان کې شااوخوا ۴۰ فیصده ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
له فقر، بېوزلۍ او نورو ستونزو ورهاخوا د افغان ماشومانو ښوونه او روزنه بله هغه ستونزه ده چې د ماشومانو د راتلونکي په اړهیې اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دغه هېواد شااوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زدهکړو محرومه دي.
د یاد وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډيو ته وویل:
"له نېکه مرغه د اوس لپاره زموږ ۹،۲۴ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، خو له بده مرغه درې نیم میلیونه ماشومان له زدهکړو محرومه هم دي. د دوی د محرومیت یوازنی علت دا نهدی چې موږ ورته خدمات نهدي برابر کړي بلکې ناامني، اقتصادي ستونزې او کلتوري خنډونه دي چې دا ماشومانیې محروم کړي دي."
له دې ورهاخوا د افغان ماشومانو څخه د نشهیي موادو په قاچاق، د کانونو په کېندلو، بچه بازۍ او جنګ کې استفاده هغه موارد دي چې د تنکیو ماشومانو ژوند ګواښي.
د افغانستان د نشهیي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، ۱۰۰ زره افغان ماشومان په نشهیي توکو روږدي دي.
د ماشومانو بد وضعیت افغان کورنۍ، ټولنه او افغانستان په کوم لوري بیولای شي؟
د دې تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په روان کال کې یې ۶۰ داسې موارد موندلي چې په امنیتي لیکو کې د شاملو ماشومانو څخه جنسي استفاده شوې ده.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه بیا د افغان ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو د موجودیت ادعا ناسمه بولي.
د افغانستان د عدليې وزارت بیا روان کال د سرطان په میاشت کې دا ډول موارد د جزا په کوډ کې شامل کړل او په وینا یې له دې وروسته د بجه بازۍ فعل ته سزا تعیینه شوې ده.
له دې ورهاخوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې درې میلیونه افغان ماشومان په کار لګیا دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي ازادي راډيو ته وویل، د حکومت له ټولو هڅو سره سره دا یوه لوړه شمېره ده.
ښاغلی احمدزی زیاتوي:
"شااوخوا درې میلیونه ماشومان له کار او ستونزو سره مخ دي او د دغې ډلې څخه ۱،۲ میلیونه په درنو کارونو لګیا دي دا کمه شمېره نهده بلکې باید پر وړاندې یې ډېر کارونه وشي."
خو له دې ټولو سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو راهیسې چې د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون غړیتوبیې اخیستی د ماشومانو د وضعیت یو راپور ملګرو ملتونو ته لېږلی دی.
د دغه کمېسیون د ماشومانو د حقونو مسؤل نجیبالله ببرکزي ازادي راډيو ته وویل:
"له هغه وخته چې افغانستان دا کنوانسیون لاسلیک کړی باید په هرو دوو کلونو کې یې ملګرو ملتونو ته د ماشومانو د وضعیت راپور لېږلی وی او له پنځو کالو وروسته بیا بل دوراني راپور خو دا کار نهدی شوی. دوی په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کې هم راپور نهدی لېږلی او یوازې یو راپور یې ورکړی دی."
افغانستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د ماشومانو د نړیوال کنوانسیون غړیتوب اخیستی چې د قوانینو له مخې د دې کنوانسیون د موادو تطبیق پرې الزامي دی، خو لیدل کېږي چې افغان حکومت د هغې لپاره ډېر څه نهدي کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم مني چې د افغان ماشومانو د وضعیت ډېر راپورونه ملګرو ملتونو ته نهدي وړاندې شوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغتالله احمدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ټاکل شوې چې تر شااوخوا یوې میاشتې پورې په دې اړه یوه غونډه راوبلل شي او د ماشومانو د کنوانسیون اړوند دوهم او درېیم راپور جوړ او ارائه شي."
دی وايي، په دې راپور کې د افغان ماشومانو رښتینی تصویر وړاندې کېږي او افغان حکومت ۶۰ فیصده هغه سپارښتنې پوره کړي چې د کنوانسیون له مخې مکلف دی.
افغان حکومت سږ کال د ماشومانو د حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ۱۰ ورځنی کمپاین په پام کې نیولی تر څو د ماشومانو وضعیت د ښه کېدو لپاره هر څوک لاس په کار شي.
- خو د ماشومانو بد وضعیت افغان کورنۍ، ټولنه او افغانستان په کوم لوري بیولای شي؟
د اروا پوهنې استاد اسدالله کلیوال ازادي راډيو ته وویل، د افغان ماشومانو روان وضعیت افغانستان له هغه واټنه لیرې کوي چې ورته هڅې کېږي.
نوموړی وايي:
"د ماشومانو دغه اوسنی وضعیت په نورو ماشومانو او هم په غټانو ناوړه رواني اغېز کوي، نو که ماشومان سم ونهروزل شي او د دوی اړتیاوو ته پاملرنه ونهشي ښکاره خبره ده چې په راتلونکي کې به زموږ ټولنه هغه ځای ته چې موږ یې غواړو ونهرسېږي."
خو ښاغلی کلیوال ټینګار کوي چې د ماشومانو ژوند او د هغوی دیني او بشري حقونو ته پاملرنه کولای شي افغانستان ته د پرمختګ لوری ورکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ