د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۷

ایران کې زرګونه زلزله ځپلو پرله‌پسې دوهمه شپه هم بهر تېره کړه

ایراني چارواکي هیله‌مند نه‌دي چې د سختې زلزلې له امله به نور ژوندي پاتې شوي کسان ومومي.

زرګونه کسانو پرله‌پسې دوهمه شپه په خیمو یا بهر تېره کړه.

د دغې زلزلې له امله چې د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د یکشنبې په شپه وشوه، د مړو شمېر نږدې ۴۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.

ویل کېږي چې د زلزلې له امله ډېر تاوان د ایران په کرمانشاه ولایت کې رسېدلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د مړو شمېر ۴۰۷ او د ټپیانو ۶۷۰۰ تنه ښودلی و.

په ایران او عراق کې زلزلې سلګونه کسان وژلي دي

د کرمانشاه په روغتون کې د زلزلې یوه ژوبله ښځه. 
1/16 د کرمانشاه په روغتون کې د زلزلې یوه ژوبله ښځه. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
د کرمانشاه په سرپل ذهاب سیمه کې مرستندویه کارکوونکي تر زلزلې وروسته د خلکو د ژغورنې هڅه کوي. 
2/16 د کرمانشاه په سرپل ذهاب سیمه کې مرستندویه کارکوونکي تر زلزلې وروسته د خلکو د ژغورنې هڅه کوي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي. 
3/16 په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
یو سړی د عراق په سلېمانیه سیمه کې له ړنګې ودانۍ سره تېرېږي. 
4/16 یو سړی د عراق په سلېمانیه سیمه کې له ړنګې ودانۍ سره تېرېږي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
دا د ایران د کرمانشاه ولایت سرپل ذهاب سیمه ده. 
5/16 دا د ایران د کرمانشاه ولایت سرپل ذهاب سیمه ده. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
روغتیايي کارکوونکي هم په کار بوخت دي. 
6/16 روغتیايي کارکوونکي هم په کار بوخت دي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
خلک ورانو ودانیو ته ګوري.
7/16 خلک ورانو ودانیو ته ګوري.
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
د زلزلې له کبله اور هم لګېدلی. 
8/16 د زلزلې له کبله اور هم لګېدلی. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
ژغورونکي ژوبلو او مړو پسې ګرځي. 
9/16 ژغورونکي ژوبلو او مړو پسې ګرځي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
دا هم د سرپل ذهاب بله سیمه. 
10/16 دا هم د سرپل ذهاب بله سیمه. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
د شپې تر زلزلې سمدستي وروسته مرستندویه چارې پیل شوې. 
11/16 د شپې تر زلزلې سمدستي وروسته مرستندویه چارې پیل شوې. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
دا په زلزله کې د وژل شویو جسدونه دي. 
12/16 دا په زلزله کې د وژل شویو جسدونه دي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
یوه ښځه خپل مړي ته ژاړي. 
13/16 یوه ښځه خپل مړي ته ژاړي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
People receive treatment in Sarpol-e Zahab.
14/16 People receive treatment in Sarpol-e Zahab.
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
خلک د یوې ژوبلې ښځې مرسته کوي.
15/16 خلک د یوې ژوبلې ښځې مرسته کوي.
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
یو کس د شوي زیان او تباهۍ ویر کوي. 
16/16 یو کس د شوي زیان او تباهۍ ویر کوي. 
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
Previous slide
Next slide

نن سې شنبه ایراني رسنیو وویل چې د مړو شمېر زیات شوی دی.

د ایران ایرنا خبري اژانس وویل، په ایران کې دغې زلزلې ۴۳۰ کسان وژلي او ۷۱۵۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم بیا د مړو شمېره ۴۴۵ او د ټپیانو ۷۳۷۰ ښودلې ده.

د روېټرز او فرانسپرس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، نن سهار چارواکو د ژغورنې او لټون عملیات تر ډېره پای ته رسولي او ویلي یې دي چې د دې احتمال کم دی چې په کرمانشاه ولایت کې چې دغې زلزلې ډېر تاوان ور رسولی، نور ژوندي پاتې شوي کسان ومومي.

ایران کې شوې زلزله
ایران کې شوې زلزله

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بېړنیو خدماتو د ادارې رئیس پیر حسین کولیوند وویل چې په کرمانشاه کې د لټون عملیات پای ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د دغې زلزلې د قربانیانو له امله، خپل د خواخوږۍ مراتب او خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه چمتو دي چې زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي.

د ايټالیا په ګډون چې په وروستیو کې دا هېواد هم یوې سختې زلزلې ځپلی و، یو شمېر نورو لورو هم د مرستې وړاندیزونه کړي دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون وویل، زرګونه کسانو تېره شپه په مؤقتي کمپونو او نورو د بلې زلزلې له وېرې ځکه بهر تېره کړه چې په سیمه کې له زلزلې وروسته، له ۱۹۰ شدید ټکانونه احساس شوي دي.

په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي چې د څښاک پاکو اوبو، د ماشومانو لپاره د خوراکي موادو، د کمپلو او خیمو سخته اړتیا لري.

د عراق لوري ته هم د چارواکو په وینا، لږ تر لږه اووه تنه مړه او له ۵۳۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ایران حکومت نن سې شنبه په ټول هېواد کې ملي ویر اعلان کړی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷،۳ درجې او مرکز یې د عراق د حلبچه په جنوب لوېدیځ ۳۲ کېلو مترۍ کې ۳۳،۹ کېلو متره تر ځکمې لاندې و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG