د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۶

سرخط: ایا د ارګ اسمان به دا ځل اووري؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د فساد، بې‌عدالتۍ، د قانون د نه‌حاکمیت او په وړاندې یې د حکومت او اروپايي ټولنې د غبرګونونو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د څارنوالانو د پنځم سراسري کنفرانس د پای په مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو په اړه لیکلي، ولسمشر څارنوالانو ته په خطاب کې وویل، فساد اسانه او عدالت سخت دی، خو هیله‌مند یم چې ستاسې په هڅه عدالت اسانه او فساد سخت شي.

په مطلب کې راغلي ولسمشر غني وویل، د غیر مسؤله وسله‌والو فعالیتونه د منلو نه‌دي او ګواښ ته به په ګواښ سره ځواب وایو.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه لیکلي او پوښتنه‌یې مطرح کړې چې ایا د ارګ اسمان به دا ځل اووري؟

د سرخط په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر په ننګرهار کې اعلان وکړ چې د ځمکو غاصبان په ټوپک ولي، ډزې ورباندې کوي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي شوي او په خبره‌یې د ټوپک ګوزار، خو پرېږده په دې کسانو څوک د ګل ګزار هم نه‌شي کولای.

په سرمقاله کې راغلي، بیا یې اعلان وکړ چې غله او غاصبان په قفسونو کې اچوم، خلکو چکې ورته ووهلې، خو لیکي چې تر اوسه یوه مرغۍ هم نه‌ده په قفس شوې.

ورځپاڼه لیکي:

اندېښنه دا نه‌ده چې د ارګ اسمان اوري نه، یوازې غورېږي، اندېښنه دا ده چې غله، فاسدان، داړه ماران، قاچقبران او نا مسؤله وسله‌وال د ولسمشر له دا شان خبرو سره معافیت پیدا کوي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د فساد په غبرګون د اروپايي ټولنې د سفیر څرګندونې راخیستې دي.

په مطلب کې راغلي، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي، که د فساد په وړاندې جدي مبارزه ونه‌شي دغه ټولنه به پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې نوموړي له «یک» خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې.

د مطلب لیکوال لیکي، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي، که د اروپا مالیه ورکوونکي مرسته کوي، قرباني ورکوي او د دوی دا کار د بشر دوستۍ له امله دی، خو دا چې دغه پیسې خوشې اخوا، دېخوا شي دا موږ نه‌شو زغملی.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي، که موږ د فساد موارد ومومو په عاجل ډول به‌یې مطرح کړو او اړوند پروګرامونه به وتړو.

دا زموږ مسؤلیت دی او موږ یې جدي نیسو.

XS
SM
MD
LG