د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۹

د کابل چاپ نننیو چاپي مطالبو ته کتنه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته، د هند د مرسته شویو غنمو د لومړي کاروان د را رسېدلو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د هند د مرستې د شااوخوا ۱۵ زره مټریک ټنه غنمو لومړی کاروان د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را ورسېد.

په مطلب کې راغلي، افغان چارواکي وايي چې په دې سره د سیمې د هېوادونو په اړیکو کې یو بل فصل پرانېستل شو.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغانستان د کرنې وزارت سرپرست وزیر نصیر احمد دراني رسنیو ته ویلي، مرسته شوي غنم به د افغانستان په اوو ولایتونو کې زېرمه شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او د افغان چارواکو په حواله یې لیکلي چې د افغانستان له خلکو سره د هند وړیا مرستې ارزښتناکې دي او چابهار بندر د دغه هېواد خلک په یوه بندر له اتکا ژغورلي دي.

هېواد په دې اړه په کابل کې د ایران د سفیر څرګندونې هم راخېستي او لیکلي یې دي چې رضا بهرامي ویلي، ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې لپاره په ټولو بندرونو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د هند سفیر هم نيمروز کې د چابهار بندر له لارې د هند د مرستو شویو غنمو د را رسېدلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته ویلي، هند د سوداګریزو او اقتصادي محدودیتونو د لمنځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې اسلام اباد ولیدل چې د هند د غنمو لوی او لومړی کاروان د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را ورسېد او نوموړی بندر د افغانستان او هندوستان تر منځ په یو ډاډامن سوداګریز او ارتباطي پل بدل شو.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان کلونه کلونه هڅه وکړه چې افغانستان د تل لپاره پر دوی متکي پاتې شي، هڅه یې وکړه چې هر وخت چې یې زړه وغواړي، خپلې پولې وتړي او پر افغانانو لوږه او ستونزې تحمیل کړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، پاکستان په دې فکر کې و چې افغانستان ته یوازنۍ سوداګریزه او ارتباطي لار د دوی ده او هر ډول یې چې زړه غواړي، همغسې به وکړي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، افغانستان له طورخم او د پاکستان له تجاراتي بندرونو په مخ ګرځولو سره، پاکستان ته درنه اقتصادي ضربه ورکړه.

XS
SM
MD
LG