د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له خپل امنیتي ټیم او نورو ادارو سره له سختو سلا مشورو وروسته به اجازه ورکړي چې د پخواني ولسمشر جان اف. کنډي د وژلو اړوند دوسیې تقریباً ټول اسناد خپاره شي.
ټرمپ د شنبې په ورځ د ټویټر له لارې په څو پیغامونو کې ویلي چې له دې کاره د ده هدف دا دی چې د دغه قتل په اړه د دسیسې ټولو تیوریو ته ځواب وموندل شي.
خو ټرمپ له دې سره-سره وویل چې ځیني اسناد به پټ وساتل شي.
هغه زیاته کړه، د کنډي په دوسیه کې د ځینو کسانو له نومونو او ادرسونو پرته چې ژوندي دي، نور ټول اسناد به خپاره کړي.
ټرمپ په دې اړه د سپینې ماڼۍ د دفتر له رئیس جان اف. کلي، د «سي ای اې» او د نورو ادارو له مشرانو سره سلا او مشورې کړې دي.
د تېرې پنجشنې په ورځ ټرمپ ویلي و چې د هغه ضربالاجل له مخې چې کانګرس ۲۵ کاله مخکې د دغې دوسیې د افشا کولو لپاره ټاکلی وو، نېږدې درې زره اسناد به خپاره کړي.
خو هغه په دې پرېکړې سره چې یو شمېر اسناد به وځنډوي، ډېر خلک حیران کړل.
ټرمپ وویل، دی له دې پرته چې دغه اسناد پټ وساتي بله لاره چاره نهلري ځکه «سي ای اې» او «اف بي ای» ملي امنیت ته په پام سره په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ اړوندو ادارو ته امر کړی چې پاتې پټ اسناد په شپږو میاشتو کې په دقت وڅېړي.
هغه څېړونکی چې د کنډي د قتل په اړهیې څېړنې کړي، د دې تمه نهکوي چې د قتل د دغې قضیې د څېړلو په نهایي دوسیه کې دې په دې اړه چې ولې لي هاروې اسوالډ" Lee Harvey Oswald" د ۱۹۶۳ کال د نومبر په ۲۲مه جان اف. کنډي د تکزاس په دالاس کې په ډزو وواژه، نور جزئیات په ډاګه شي.
کنډي د امریکا لومړنی په خټه ایرلنډی امریکایي رومان کاتولیک ولسمشر و.
دوی دې ته هم اندېښمن دي چې ښایي په دغې دوسیه کې چې پنډوالی یې له ۵ میلیونه مخونو اوړي او هغه په ملي ارشیف کې ساتل کېږي، د دسیسې هغې تیوري ته ډېر ځواب ونهویل شي چې وايي، د کنډي وژل به مافیا یا کیوبا او یا هم یوې بدمعاشې ډلې تنظیم کړی وي.
د کنډي د قتل د څېړلو په اړه تر اوسه په زرګونه کتابونه، لیکنې او ټلوېزیوني نندارې خپاره شوي دي، خو په هېڅ یوه کې په دې اړه نهایي نتیجه نهده اخیستل شوې چې اسوالډ دې چې د کنډي له وژلو یوه ورځ وروسته په ډزو ووژل شو، له بل کوم لوري سره همکاري کړې وي.
په ۱۹۹۲ کال کې کانګرس فیصله کړې وه چې د کنډي د قتل په اړه ټول ثبت شوي مواد دې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اکټوبر تر ۲۶مې نېټې پورې د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شي.
په دغو اسنادو کې چې په ډاګه کېږي ډېر پام به هغو ته اوړي چې د امریکا د د استخباراتو مرکزي او د فدرالي تحقیقاتو ادارو تر اوسه د اوسوالډ په اړه کړي، په تېره بیا هغې برخې ته چې د ۱۹۶۳ میلادي کال په سپټمبر کې چې هغه مکسیکو سیټي ته سفر کړی و، د کیوبا او د پخواني شوروي اتحاد له کومو اجنټانو سرهیې اړیکې ټینګې کړې وې.
د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کې
1/14
جوزف کنېډي د جان اف. کنېډي پلار، مور یې روز، خویندې یې کاټلین، پاتریشا او جین. ورونه یې اډوارډ او رابرټ ۱۹۳۸ میلادي کال د لندن ښار.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
2/14
جان اف. کنېډي له خپلې کورنۍ سره په سوت همټڼ کې د فرانسې نورمانډي بېړۍ ترڅنګ. انګلستان – د جولای دویمه ۱۹۳۸
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
3/14
جان اف. کنېډي د امریکايي سمندري ځواکونو د PT-109 بېړۍ د سمندري ګزمې پر مهال په ارام سمندر کې د ګواډل کانال ته څېرمه – د ۱۹۴۳ میلادی کال د جولای میاشت.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
4/14
د ډیموکرات ګوند کاندید جان اف. کنېډي دامریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتي کمپاین پرمهال – د می ۱۴ مه ۱۹۶۰ نیویارک.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
5/14
د ډیموکراټ ګوند کاندید جان اف. کنېډي او ریچاډ نیکسن د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید د لومړي انتخاباتي بحث پرمهال چې په ملي سطح له ټلویزوین څخه خپور شو – د شیکاګو ټلویزیون سټډویو – د سپټمر ۲۶ مه ۱۹۶۰م کال.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
6/14
جان اف. کنېډي د قاضي القضات "ارال وارن" پر وړاندې د امریکا د پنځه درېشم جمهور رییس په توګه لوړه وکړه. ۲۰ جنوري ۱۹۶۱ واشنګټن.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
7/14
جمهور رییس جان اف. کنېډي د یوې بیانې په ترڅ کې د امریکا د کانګرس له غوړو وغوښتل؛ چې له ۱۹۷۰میلادي کال مخکې لومړي فضانورد ته بودجه ځانګړې کړي – ۲۶ می ۱۹۶۱میلادي.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
8/14

9/14
جمهور رییس جان اف. کنېډي له خپلې لور کارولین او زوی جان جونیر سره د سپینې ماڼۍ په بیضوي خونې کې. ۱۰ اکتوبر ۱۹۶۲میلادي.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
10/14
جمهور رییس جان اف. کنېډي په کیوباکې د راکټي بحران پر مهال، کیوبا ته د وسلو د لېږل د درولو اعلامیه لاسلیک کوي. ۲۳ اکتوبر ۱۹۶۲.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
11/14
جان اف. کنېډي د المان په شوینبرګ ښار (Schoeneberg ) په مرکزي هال کې د وینا پرمهال، دلته ده خپله مشهوره بیانیه "زه یو برلینی یم" ورکړه. ۲۶ جون ۱۹۶۳.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
12/14
جمهور رییس جان اف. کنېډي او مېرمن یې ژاکلین کنېډي په ډالاس ښار کې پر ده له برید څخه څو شیبې مخکې. جان اف. کنېډي د ۱۹۶۳ کال د نوامبر په ۲۲مه د ډالاس کې ترور شو.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
13/14
د جان اف. کنېډي د جنازې مراسم د سن ماتیو کاټدرال په کلیسا کې ترسره شول. ویر کوونکو په سپینې ماڼۍ کې هم د احترام مراسم ترسره کړل. د نوامبر ۲۵مه ۱۹۶۳.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
14/14
د جان اف. کنېډي مېرمن ژاکلین کنېډي د له خپلو دوو ماشومانو کارولین او جان جونیر، د کنېډي ورونو اډوارډ او رابرټ سره د جان اف. کنېډي د جنازې په مراسموکې. ۲۶ نوامبر ۱۹۶۳.
د ۱۹۶۳م کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په ۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کې ووژل شو. د عکسونو دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځینې شیبې انځوروي او په دې کې د ده مور او پلار، ماشومانو، د ۱۹۶۰ کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کې د ده ترور او جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ.
Previous slide
Next slide