په کندهار کي له طبیعي بوټو جوړ صابون چې اوس د افغانستان له مهمو توليدي محصولاتو څخه شمېرل کېږي تر نړیوالو بازارونو رسېدلی دی.
دغه صابون چې له انارو او نورو مېوو څخه جوړېږي د پوستکي لپاره ګټور ثابت شوی او اوس په امریکا او کاناډا کې ډېر ښه نوم لري.
دا صابون له طبیعي موادو څخه جوړېږي او له کېمیاوي موادو څخه په کې کار نه اخیستل کېږي.