د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

خېبر پښتونخوا کې نرښځیان په قومي او صوبايي اسامبلیو کې څوکۍ غواړي


په خېبر پښتونخوا کې نرښځیانو د پاکستان له مرکزي او صوبايي حکومته د دې هېواد په قومي او صوبايي اسامبلیو کې د څوکیو غوښتنه کړې او وايي چې د دوی استازو ته دې په راروانو انتخاباتو کې برخه ورکړل شي.

دغه غوښتنې د نرښځیانو یوې ټولنې د سې شنبې په ورځ په پېښور پرس کلب کې هغې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې چې د راروان ۲۰۱۸ میلادي کال په انتخاباتو کې د نرښځیانو د ګډون په اړه جوړه شوې وه او په همدې هدف‌یې د "ټول پاکستان د نرښځیانو د ټاکنو نېټورک" په نامه د یوې ټولنې د جوړېدو اعلان هم په‌کې وکړ.

په پېښور کې د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانه وايي، اوس وخت راغلی چې موږ خپل استازي قومي او صوبايي اسامبلیو ته ولېږو او په خبره‌یې، زموږ استازي کولای شي زموږ ستونزې په ښه توګه حل او زموږ د حقوقو په ترلاسه کولو کې جدي هلې ځلې وکړي.

پاکستان کې نرښځیان خپل حقوق غواړي
پاکستان کې نرښځیان خپل حقوق غواړي

نوموړې په دې اړه د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وايي:

"زموږ چې څومره نرښځیان راجمع شوي دي، زموږ مطلب دا دی چې په اسامبلیو کې دې موږ ته یو یو سیټ راکړل شي، نو دوی چې هلته کېني نو د خپلو حقوق لپاره به کار وکړي. کله چې خواجه سرا د پنجاب، خېبر پښتونخوا، سند او یا بلوچستان نه اسامبلۍ کې کېناستو، نو هلته به بیا پته لګي چې خواجه سرا څه غواړي؟"

په دغې غونډه کې پر خېبر پښتونخوا سربېره د پاکستان د نورو ښارونو نرښځیانو هم ګډون کړی وو.

یو بل اردو ژبی نرښځی چې په دغې غونډه کې یې ګډون کړی و وايي، موږ هیله لرو چې د ټول پاکستان نرښځیان په انتخاباتي پروسه کې برخه واخلي، راروانو انتخاباتو کې خپل استازي ودروي او له دې لارې سیاسي پیاوړتیا ترلاسه کړو.

نوموړی وايي:

"هر څوک د نرښځیانو د تعلیم او نورو حقوقو په اړه خبرې کوي، خو د دې غوښتنه نه‌کوي چې نرښځیان باید له سیاسي پلوه هم پیاوړي شي. نو موږ په څلورو واړو صوبو کې د دې لپاره کار وکړ او نن مو د همدې هدف د تر لاسه کولو لپاره «د ټول پاکستان د نرښځیانو د ټاکنو نېټورک» په نوم دغه اداره جوړه کړه."

موږ هیله لرو چې د ټول پاکستان نرښځیان په انتخاباتي پروسه کې برخه واخلي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې نرښځیانو د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره منډې تېزې کړي او له حکومته بېلابېلې، لکه؛ په پاسپورټ او تذکره کې یې د جنس تعیین، په تعلیمي، روغتیايي ادارو کې د نورو ښاریانو په څېر یو ډول حقوق، د کار کولو حق او یو شمېر نورې غوښتنې کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د روان کال په جون میاشت کې د لومړي ځل لپاره په پاسپورټونو کې د نرښځیانو لپاره جلا جنس ولیکه او له دې لارې یې د هغوی یوه غوښتنه ومنله.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG