غني: د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره لوړپوړي چارواکي محاکمه شوي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هغه لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکي محاکمه شوي چې د ولس له عمومي باوره یې ناسمه استفاده کړې وه. ښاغلي غني په کابل کې د «سام» یا د لوړپوړو چارواکو د ناستې په دوهمه ورځ د فساد ضد د مبارزې ترڅنګ، د اصلاحاتو د راوستو او له پاکستان سره د سولې په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.ول. ایډیټ ولی سباوون