افغانستان
خلیل: د پروان د فندقستان سیمې بېځایه شوي په سختو شرایطو کې دي

د پروان ولایت چارواکي وايي، له فندقستان درې نه د جګړې په سبب بېځایه شوي کډوال په سخت وضعیت کې دي.
په فندقستان دره کې چې د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې پرته ده اوه زره کورنۍ اوسیدلې چې د جګړې په سبب ځینې دا کورنۍ له سیمې په تېشته بریالي شوي دي.
د پروان ولایت د کډوالو چارو رئیس اغاشیرین خلیل نن ازادي راډيو ته وویل چې څه باندې زر کورنۍ اوس پروان ته رسېدلي دي او په سختو شرایطو کې دي.
هغه وویل د پروان ولایت له خوا یو پلاوی موظف شوی څو د دغو بېځایه شویو خلکو ارزونه وکړي او له مخې یې مرستې ورته ورسېږي.
بېځایه شوي کډوال له حکومته د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي چې هیڅ هم نه لري او یوازې یې ځانونه له جګړې خوندي کړي دي.
د فندقستان په دره کې له جمعې ورځې راهیسې افغان پوځیان او وسله وال طالبان په نښته کې دي او د دې درې کنټرول له همدې ورځې د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هندوکش غرونو لمنې نن د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزولې

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې نن د هندوکش غرونو لمنې لړزولې دي.
د اروپا او مدیترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي چې دغه زلزله نن ( شنبه د زمري ۱۱مه) سهار وختي شوې چې مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۲۳ کیلو متره ژور و.
تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
د هندوکش غرونو شاوخوا سیمې په افغانستان کې وخت نا وخت د زلزلو شاهدانې وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي.
پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس د دې کارتونو درلودونکي اړ دي چې له پاکستانه ولاړ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي.
دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.
دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.
امریکا پر افغاني وارداتو تعرفه لوړه کړه

د امریکا متحد ایالتونو له افغانستان څخه په وارداتو تعرفه پنځلس فیصده ته لوړه کړه.
د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پنجشنبه یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې په راتلونکو اوو ورځو کې د افغانستان په شمول له لسګونو هیوادونو څخه په وارداتو نوې تعرفې ولګول شي.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، امریکا له افغانستان څخه په وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه اعلان کړې وه چې اوس دا پنځلس فیصدو ته زیاته شوه.
دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو

انوش دستګیر دافغانستان دفوټبال پخوانی روزونکی د هالند د فوټبال د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو روزونکی وټاکل شو.
دستګیر پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پانه کی ولیکل چې د هالند د ۱۸ کلنو ښکته لوبغاړو د روزونکی قرارداد یی لاس لیک کړی دی .
انوش دستګیر له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې دافغانستان د فوټبال د ملی ټیم روزونکی وو.
په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول

دافغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشبنې په ورځ رپوټ ورکړ چې په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له زندانه ازاد شول.
د ځوانانو راډیو مرستيال اسلامگل توتاخېل او د بیګم راډیو خبریال احمدضیاء امانیار، چې شپږ میاشتې مخکې بنديان شوي وو او همداراز په کابل کې د رسنیزې محتوا تولیدوونکي شرکت «پیکسل» کارکوونکي احمد نويد اصغري او مشتاق احمد حليمي، له دوو اونیو بند وروسته له زندانه ازاد شول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو خبریالانو او رسنيزو فعالانو د ازادېدو هرکلی کړی خو وایي چې د دوی ازادي باید له پیله نه وای سلب شوې.
د طالبانو د څلور کلنې واکمني په جریان کې په خبریالانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمیر اړ شوي چې هیواد پریږدي.
د م.م. متخصصان وايي، داعش د انترنیټ له لارې افراطیت ته خلک وربولي

د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، د داعش خراسان څانګه، چې مرکز یې په افغانستان کې دی، د پیغام رسونې د خوندي اپلېکېشنونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خلک افراطي کوي او دا مهال امریکا او اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راپور پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د بهرنیو ترهګرو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده، ځکه چې دوی ښایي منځنۍ آسیا او افغانستان ته د بېرته راتګ له لارې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.
کارپوهانو په راپور کې دا هم څرګنده کړې، چې په القاعده پورې اړوندې ډلې، په ځانګړې توګه الشباب په افریقا کې د خپل فعالیت ساحې پراخې کړې دي.
۱۵ لوېدیځو هیوادونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

د ۱۵ لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو د درې ورځني کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لور ته ګامونه واخلي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نویل بارو، د پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړه، ویلي:
«په نیویارک کې، فرانسه له ۱۴ نورو هېوادونو سره یو ګډ غږ پورته کوي: موږ د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوو او له هغو هېوادونو غواړو چې لا یې دا کار نه دی کړی، چې له موږ سره یوځای شي.»
دا درې ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د «دوو دولتونو حل» تر عنوان لاندې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شو او د سېشنبې په شپه پای ته ورسېد.
په کنفرانس کې ۱۵ هېوادونو، چې هسپانیا، ناروې او فنلنډ هم پکې شامل وو، د دوه دولتونو د حل په اړه پر خپله بېساري ژمنتیا ټینګار وکړ.
اندورا، اسټرالیا، کاناډا، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، نیوزیلنډ، پرتګال، سان مارینو، او سلوانیا د دې اعلامیې نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.
ټرمپ وايي، له افغان متحدانو سره د پناه په برخه کې مرسته کوي

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا چارواکي به هغو افغان متحدانو ته د پناه غوښتنې په برخه کې د مرستې لارې پیدا کړي، چې غواړي په امریکا کې پناه واخلي.
ټرمپ پرون (چهارشنبې) په سپینه ماڼۍ کې د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، وویل، ښایي د هغو کسانو په ډله کې چې په دې مهاجرتي پروګرامونو کې شامل دي، ځینې نور هدفونه هم ولري.
ټرمپ د کډوالو لپاره د نوو مرستو په جزئیات ور نه کړل، خو دا یې اټکل وکړ چې د ده اداره به د دایمي استوګنې غوښتونکو شاوخوا ۹۰ سلنه کسانو سره مرسته وکړي.
نوموړي یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو انتقاد وکړ، او هغه یې «د هېواد په تاریخ کې یوه ډېره شرموونکو پېښه» وبلله.