د يکشنبې په ماښام په يوه موټر کې اته تنه مسافر له چمن ښاره کوټې ته را روان وو چې کوټې ته نيژدې د کچلاغ په «جلوګير» سيمه کې د تېلو يوه پمپ ته درېدلي او ناڅرګندو وسلهوالو ورباندې ډزې کړي دي.
د کچلاغ د پوليسو مشر تنوير شاه رسنيو ته وويل چې کله موټر د تېلو پر پمپ درېدلى، نو دوه په موټر سايکل سپاره کسان- چې مخونه يې پټ وو- ورته درېدلي او په موټر کې پر ناستو کسانو يې پرله پسې ډزې کړي او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.
وايي، د ډزو په نتيجه کې درې تنه ځاى پر ځاى وژل شوي او د يوه ۱۲ کلن ماشوم په شمول درې تنه پهکې ټپيان شوي چې سمدستي د کوټې د دولتي روغتون د بيړنيو عملياتو څانګې ته راوړل شول چې له هغوى څخه ټپي ماشوم هم ساه ورکړه او د مړېو شمېر څلورو ته و رسېد.
پوليس مشر وايي، په موټر کې دوه ښځې هم ناستې وې، خو هغوى ته په پېښه کې کوم زيان نهدى رسېدلى، خو وايي موټر چلوونکى سمدستي د پېښې له ځايه تښتېدلى دى او دوى ورپسې پلټنه پيل کړې ده.
پوليس مشر وايي، په پېښه کې وژل شوي کسان افغانان دي چې وايي، له هزاره توکمه شيعه لږکيو سره تړاو لري او له افغانستانه کوټې ته را روان وو.
په پېښه کې درې وژل شوي کسان محمد مهدي، يزدان خان او غلام حسين نومېږي، خو د وژل شوي ماشوم نوم څرګند نهدى او ټپي کسان محمداسماعيل او عبدالوکيل نومېږي چې حالت يې مرګونى بلل شوى او د کوټې انتظامي روغتون ته وړل شوي دي.
د دې بريد مسؤليت کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلى، خو تر دې مخکې هم په بلوچستان کې په وار- وار پر هزاره توکمنه شيعه مسلمانانو وسلهوال بريدونه شوي دي چې مسؤليت يې اکثر سني وسلهوالې ډلې لښکرِجنګوي منلى دى.
د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې په روان کال کې دا درېيم هدفي بريد دى چې هزاره توکمه شيعه مسلمانان پهکې وژل کېږي.
په تېر جون مياشت کې په کوټه ښار کې د يوې ښځې په شمول دوه هزاره ګان د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوي وو، ورپسې د جولاى په ۱۹مه هم په مستونګ سيمه کې د يوې ښځې په شمول څلور هزاره ګان کراچۍ ته پر لاره د وسلهوالو له خوا و وژل شول.
رپوټ: بارکوال مياخېل