د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

هند له چین او پاکستان سره دوو احتمالي جګړو ته چمتووالی نیسي


هندي پوځيان
هندي پوځيان

د هند لوی درستیز وایي، هېواد یې باید په دوو جبهو کې احتمالي جګړې ته چمتو اوسي.

د هند لوی درستیز وایي، په داسې حال کې چې چین خپل قدرت نندارې ته ږدي او بل لور د ډېلي له پخواني سیال پاکستان سره د جوړ جاړي هیلې لږې دي، نو باید هند په دوو جبهو کې احتمالي جګړې ته چمتووالی ولري.

جنرال بې پین راوات په همالیا کې د هند او چین ترمنځ وروستي لس هفته‌یي کړکېچ ته په اشارې وویل چې کېدای شي د هند په شمالي سرحد کې وضعیت کرار کرار په یوه جدي ستونزه بدل شي.

راوات وایي، په لوېدیځ کې پاکستان کولای شي له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

د هند پرس ټرسټ خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي راوات دغه مسئله په نوې ډېلي کې د ځمکنیو جګړو د مطالعاتو د مرکز په یوه سمینار کې مطرح کړه.

هند په ۱۹۶۲ کال کې له چین سره په جګړه اوښتی وو او دغه‌راز په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ تر اخیستلو راهیسې دغه هېواد د کشمیر پر سر له پاکستان سره څو ځله جګړه کړې ده.

هند، پاکستان او چین درې سره اټمي قدرتونه دي.

هند تېره اوونۍ موافقه وکړه چې د همالیا د دوکلام له لوړو څخه خپل پوځیان باسي.

دا هغه سیمه ده چې د چین ځواکونو هلته د سړکونو جوړول پیل کړي او له همدې کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې راپورته شوي او لس اوونۍ وغځېدې.

د چین د دوکلام پر سیمه بوتان د ملکیت ادعا لري.

د دغه کوچني هېواد بهرنۍ دفاع هند په غاړه اخیستې ده.

په دوو جبهو کې د احتمالي جګړو لپاره د هند د لوی درستیز څرګندونې داسې مهال شوي چې د دغه هېواد صدراعظم نرېندرا مودي او د چین ولسمشر شي جین پېنګ دوه ورځې وړاندې د برېکس په غونډه کې د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې په تمه موافقه وکړه چې د دوکلام کړکېچ هېر کړي.

XS
SM
MD
LG