افغان پولې ته څېرمه د مومند ایجنسۍ د قبایلي سیمې په امبار تحصیل کې د سړک غاړې بم چاودنه په پایله کې لږ تر لږه ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مومند ایجنسۍ ځايي دولتي چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ سهار هغه وخت شوې چې خلک د اختر د لمانځه لپاره جومات ته روان و.
دوی وايي چې دغه چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي بم له امله شوې چې لږ تر لږه ۳ کسان یې وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي او زیاتوي، ژوبل شوي دواړه کسان حکومت پلوي ملکان و چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دغه بمي چاودنه یو ځايي حکومت پلوه قبایلي مشر په نښه شوی دی.
امنیتي ځواکونو تر چاودنې وروسته سیمه محاصره کړې، تلاشي عملیات یې کړي او د ایجنسۍ په داخلي او خارجي لارو یې امنیتي تدابیر لا سخت کړي دي.
مومند ایجنسۍ افغان پولې ته نېږدې پرته قبایلي سیمه ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په ګډون د جماعت احرار او ځینو نورو وسله والو ډلې وسله وال پراخ فعالیت لري، خو په دې وروستیو کې دا سیمه په ځانګړې توګه له د جماعت الاحرار ډلې له کلکو مرکزونو یو بلل کېږي.
که څه هم پاکستانيو ځواکونو دغه ایجنسۍ کې څو واره د وسله والو پر ضد پراخ پوځي عملیات کړي، خو لا هم په مومند ایجنسۍ کې پر امنیتي ځواکونو، حکومت پلوه قبایلي مشرانو او دولتي ودانیو بریدونه نه دي درېدلي.
که څه هم په پاکستان کې نن جمعه اختر نه و، خو د مومند ایجنسۍ په ډېری سیمو کې خلکو له سعودي عربستان سره یوځای لوی اختر لمانځه.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په امومند ایجنسۍ کې ددغه بمي چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.
رپوټ: ذبیح مومند