د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

ایران د ترکيې دا ادعا رد کړه چې د کُرد یاغیانو پر ضد به ګډ عملیات وکړي


ایران پرون سې شنبه د ترکيې دا ادعا رد کړه چې ګواکې دواړه هېوادونه به د کُرد یاغیانو پر ضد ګډ عملیات وکړي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، تهران له خپلو پولو بهر د هېڅ ډول پوځي عملیاتو پلان نه‎لري.

سپاه پاسداران پرون په یوې اعلامیه کې وویل، ایران به د هرې هغې ډلې پر وړاندې له پوځي قوت کار واخلي چې یا د دې هېواد پر خاوره او یا يې په پولو کې ترورېستي او یا امنیت ضد فعالیت وکړي.

ایران وروسته له هغې دا بیان خپور کړ چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل له ایران سره په ګډه د دواړو هېوادونو له پولو بهر د کُرد وسله‎والو پر ضد د احتمالي پوځي عملیاتو په باب خبرې کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان ویلي، د کُرد وسله‎والو پر ضد د مشترکو پوځي عملیاتو موضوع ترکيې ته د ایران د پوځ د لوی درستیز په وروستي سفر کې مطرح شوې ده.

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد حسین باقیري تېره اوونۍ له ترکيې کتنه وکړه.

د ترکيې ولسمشر ویلي، انقره او تهران دواړه کولای شي د کُردانو د کارګر ګوند یا «پې کې کې» خلاف پوځي اقدام وکړي.

د رجب طیب اردوغان په وینا «پې کې کې» په ایران کې هم وسله‎وال فعالیت لري.

هغه ویلي، که دواړه هېوادونه د «پې کې کې» پر ضد عملیات وکړي نو په کم وخت کې به ښې پایلې ترلاسه کړي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک بیا د کُرد وسله‎والو پر ضد د ګډو پوځي عملیاتو د پلان خبره ردوي، خو خبرداری ورکوي چې د دې هېواد پر پولو به د هر ډول ترورېستي ډلو پر وړاندې جدي عمل وکړي او پاتې شونې به‌يې په هر ځای کې چې وي تعقیب کړي.

ترکیه له لسیزو راهیسې د کُردانو له کارګر ګوند یا «پې کې کې» وسله‎والې څانګې سره په جګړه بوخته ده او دا ډله یوه نړیواله ترورېستي شبکه ګڼي.

XS
SM
MD
LG