د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

خبرونه

پکتیا کې په ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانيو د اوبو کانال جوړېږي

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د څلور میلیونه او ۳۰۰ زره افغانيو په ارزښت د اوبو یو کانال رغول کېږي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کانال د «اېس. ډي. سي» مؤسسې له‌خوا د درېیو میاشتو په موده کې رغول کېږي چې ۴۵۲ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

ښاغلي تسل په لیرې پرتو سيمو کې د خلکو د اقتصادي وضعيت د ښه‌والي په هدف، د دا شان پروژو تطبیق ګټور بولي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سوډان پوځ وايي، له خپلو مخالفانو یې ود مدني ښار نیولی

د سوډان پوځ پرون شنبه ویلي، چې مرکزي ښار ود مدني ته داخل شوی او د چټک ملاتړ ځوکونو په نوم ملېشه ځواکونه یې شاتګ ته اړ ایستلي دي.

دا به په نژدې دوه کلنه جګړه کې د سوډان د پوځ لپاره تر ټولو لویه بریا وي. پوځ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پوځیان په دغه ښار کې ښکاري، چې د الجزیره ایالت مرکز دی.

د چټک ملاتړ ځواکونو دغه ښار د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې نیولی و.

که چېرې دغه ټول ولایت ونیول شي، دا به په هغه جګړه کې چې د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې پیل شوې، د پام وړ بدلون وي.

دا جګړه په پوځ کې د چټک ملاتړ ځواکونو د ادغام پر سر د لانجو له کبله پیل شوه، چې په نړۍ کې یې تر ټولو ستر بشري بحران رامنځته کړ او د څه باندې ۱۲ ملیونه کسانو د بېځایه کېدو سبب شوه او د سوډان نیمايي وګړي یې له لوږې سره مخامخ کړل.

بې پېلوټه الوتکې د روسیې په کوتوفسک ښارګوټي کې څو تنه ټپیان کړل

د روسیې په لوېدیځ کې د تامبوف سیمې په کوتوفسک ښارګوټي کې پر دوو اپارتمانونو د بې پېلوټه الوتکو د لګېدو له کبله ګڼ کسان ټپیان شوي دي.

سیمه ییز والي ایفګیني پرفیشوف نن په ټلګرام کې لیکلي، دغه کسان د ښیښو د ټوټو له کبله ټپیان شوي وو، چې درملنه یې شوې ده.

پرفیشوف ویلي چې دغو ودانیو اور نه دی اخیستی یوازې برسېرن زیان ور اوښتی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې بې پېلوته الوتکې د اوکراین له خوا توغول شوې وې، خو د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د روسیې پر کومه سیمه د بې پېلوټه الوتکې د حملې راپور نه دی ورکړی.

په امریکا کې ۳ زره الوتنې وځنډېدې

د امریکا د متحدو ایالتونو په جنوب کې پرون (جمعه) د توفان له کبله څه باندې ۳ زره الوتنې لغوه او زرګونو نورې وځنډېډې.

دا خبر هوايي شرکتونو او د فلایټ اوېیر (FlightAware) ویبپاڼې ورکړی دی.

ډلټا هوايي شرکت ویلي، تر اټکل د بدې هوا له کبله د څه باندې دوو ساعتونو لپاره په اتلانتیا هوايي ډګر کې ټولې پنځه ځغاستلیکې تړل شوې وې.

ډلټا شا و خوا ۱۱۰۰یوزرو سل الوتنې لغوه کړې، خو نن پر دې کار کوي چې دا هرڅه جبران کړي.

د لاس انجلس اور نورو سیمو ته غځېدلی

د کلیفورنیا د اطفایې یو مسوول وایي چې که څه هم د لاس‌انجلس د «پاسیفیک پالیسیدز» په سیمه کې ۱۱ سلنه اور کنټرول شوی، خو دا اور د ښار لویدیځ «مندویل کانیون» سیمې ته غځېدلی او وېره شته چې «برینټ ووډ» ته هم خپور شي.

«برینټ ووډ» یوه لوکسه سیمه ده چې ګڼ شمېر مشهور شخصیتونه په کې ژوند کوي.

د لاس‌انجلس په شتمنه سیمه پاسیفیک پالیسیدز کې د اور وژلو پراخ عملیاتو د شنبې تر وځې (د جنورۍ ۲۲) پورې دوام درلود، ځکه چې دغه اور د شپې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰۰ هکتاره نورې ساحې ته خپور شو.

په ورته وخت کې د دې ځای اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې ممکن د هوا شرایط نور هم خراب شي او اور لا پسې زیات شي.

د لاس‌انجلس د ښاروال، رابرت لونا، په وینا، ۱۶۶ زره نورو کسانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې کېدای شي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

په لاس انجلس کې د اورلګیدنې او د میلیاردونو ډالرو د مالي تاوانونو دوام

په داسې حال کې چې د اوروژنې کارکوونکې هڅه کوي، د جي پل ګتي مشهور موزیم او د کالیفورنیا پوهنتون د اور له خطره وژغوري، په لاس انجلس د کورونو د تخلیې په اړه نور خبرداری ورکړل شوی دی.

دا خبرداری د شنبې په ورځ په لاس انجلس کې هغه خلکو ته ورکړی چې کورونه یې د اور د پراخیدو له خطر سره مخامخ دي.

د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، تیره ورځ د اوروژنې کارکوونکو هڅه کوله د هلیکوپترو په مرسته د اور لمبې مهار کړي.

د لاس انجلس د عدلې طب د دفتر په خبره، تراوسه په دې اورلګیدنه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د امریکا د کالیفورنیای ایالت په ۴۰ کیلومټرۍ کې پروت لاس انجلس کې له څو ورځو راهیسې اور لګیدلی چې تراوسه یې څه باندې ۱۲۰ زره کورونه، اپارتمانونه سوداګریزې ودانۍ او نورو نقلیه وسایل سوځولي دي.

لومړنۍ څیړنې ښيۍ، دا اورلګیدنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو قیمتي اورلګیدنه ده، چې اقتصادي زیان یې تراوسه د ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو پورې تخمین شوی دی.

نتانیاهو: په غزه کې د اوربند لپاره مو لوړپوړی پلاوی قطر ته استولی دی

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو وايي، د دې هېواد یو لوړ پلاوی یې د یرغمل شویو د خوشي کیدو او په غزه کې د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته استولی دی.

د اسراییلو د صداعظم دفتر د شنبې په ورځ د (جنورۍ۱۱مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، نتانیاهو په بیت المقدس کې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړې استازي اسیتو ویتکف، د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن له استازي او یو شمیر نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره کتلي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، په دې کتنه کې د اسراییلو استخباراتي ادارې "موساد" او امنیتې ادارې "شین بت" مشرانو ته امر شوی چې د یرغمل شویو د خلاصون او په غزه کې د اوربند د خبرو اترو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي.

څه باندې یو کال کیږي، چې د امریکا د متحده ایالاتونه او قطر په منځګړیتوب په غزه کې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند خبرې اترې روانې دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله ترهګریز سازمان بولي.

د ایران ولسمشر طالبانو ته: د اوبو حق مو راکړئ

د ایران ولسمشر وايي، له افغان حکومته د ایران د حق ابې د ترلاسه کولو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي.

مسعود پزشکیان دا خبره په یوې تلویزیونې مرکه کې کړې ده.

بل پلو، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي د جمعې په ورځ د (جنورۍ په لسمه) د ایران سیستان بلوچستان ایالت ته د یو سفر په ترڅ کې ویلي، له طالب چارواکو سره د ایران د حق ابې په اړه خبرې کوو.

ایران چارواکي په وروستیو کې تور لګوي چې افغانستان پر هغوو سیندونو چې اوبه یې ایران ته ورځي، د بندونو په جوړولو سره د ایران د اوبو له حقه سرغړونه کوي.

خو طالبانو په ځلونو دغه تورونه رد کړې او ویلي دي، د دواړو هېوادو ترمنځ د ۱۳۵۱کال معاهدې له‌مخې د هلمند له سینده، د ایران د ایران د اوبو حق تامینوي.

طالب چارواکي: له بیلاروسي چارواکي سره مو د مخدره موادو د مبارزې په اړه خبرې کړي دي

د بیلاروس د کورنیو چارو د وزارت مرستیال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره د امنیتې مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، د کېنادي کازاکیویچ او عبدالله مختار ترمنځ خبرې اترې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، امنیتې مسایلو او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا وړټولې وې.

بل پلو، د طالبانو په واک د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور پر بنسټ، د بیلاروس د انرژۍ او برېښنا وزیر دینس موروز کابل ته په یو سفر کې د برېښنا له شرکته لیدنه کړې ده.

د طالبانو ملي تلویزیون لیکلي، موروز په افغانستان کې د انرژۍ د تولید او د برېښنا په برخه کې د بیلاروسي پانګوالو له پانګې اچوني طالبانو ته ډاډ ورکړی دی.

پر افغانستان د طالبانو په څه باندې درې کلنې واکمنۍ کې د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندلی خو بیلاروس د هغوو محدود شمیر هېوادونو په ډله کې دی، چې له طالبانو سره اړیکې پالي.

طالبان: د هرات خواف ریل پټلۍ د څلورم فاز د رغونې په چارو کې پرمختګ شوی دی

د طالبانو په واک د ټولګټو چارو وزارت وايي، د هرات خواف ریل پټلۍ د څلورم فاز اتیا سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

ددې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د شنبې په ورځ د (جنوري ۱۱مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي، "د هرات خواف ریل پټلۍ څلورم فاز ۲۴ کیلومټره اږودوالی لري او د هرات له غوریانو او زنده جان ولسوالیو تیریږي ".

د هرات خواف د ریل پټلۍ چې د ایران خواف له هرات ولایت سره وصلوي، د رغونې چارې يې په تیر جمهوریت کې پیل شوې وې.

خو کلونه کیږي، د بیلابیلو دلایلو له مخې د دې ریل پټلۍ د رغونې چارې ځنډول شوي دي.

دا ریل پټلۍ د ایران له لارې د افغانستان سوداګریز مالونو د مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو بازارنونو ته رسولی شي.

۲۴ کسان د ژمي له پیله ګازنیونې مړه کړي

د ګازو ډبه
د ګازو ډبه

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي د روان کال د ژمي له پیله په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴ کسان د ګازنیونې له کبله مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په هغه ویډیويي پیغام کې چې نن شنبه رسنیو خپور کړی، ویلي دا د تېر کال پر تله زیاتوالی ښيي:
«نسبت تېر کال ته، سږکال له موږ سره واقعات زیات دي. له بده مرغه زموږ ۲۴ تنه هېوادوال مړه شوي دي. له ټولو هېوادوالو مو غوښتنه ده چې د ګازي بخاریو د کارونې پر مهال احتیاطي تدابیر وکاروي.»
د شرافت زمان په وینا په مړو کې ۱۵ نارینه او ۹ ښځې شاملې دي.

تېره اوونۍ هم د خوست په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ګازنیونې له کبله مړه شوي وو. درې اوونۍ مخکې هم په خوست کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو، چې درې تنه یې ماشومان وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG