د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

پر پاکستان د امریکا د مرستو بندېدو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګنو کې د پاکستان پر وړاندې د امریکا د ورستیو اقداماتو او د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو د تازه څرګندونو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړی دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د امریکا دفاع وزارت وايي، پاکستان ته د ۲۰۱۶ مالي کال لپاره د غوښتل شویو پوځي لګښتونو پیسې نه ورکوو.

په مطلب کې د رویټرز خبري اژانس په حواله راغلي چې دا پرېکړه کانګریس ته د دفاع وزیر جېمز متېس له دې وینا ورسته شوې چې پاکستان د حقاني شبکې خلاف ډېر څه نه دي کړي.

د مطلب لیکوال د پنتاګون د یو ویاند په قول لیکي، پرېکړه وروسته تر دې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ ځکه سخت کړی چې غواړي دغه هېواد پر ګاونډي افغانستان د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي.

په مطب کې دا هم راغلي چې دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا دفاع وزارت د پاکستان د پوځي لګښت پیسې نه ورکوي بلکې تېر کال یې هم ترې د پوځي لګښت ۳۰۰ ملیونه ډالر ستانه کړل.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي، په پاکستان کې له ترهګرو نه ملاتړ او د پاکستان د پوځ او څارګرې شبکې له خوا په افغانستان، هندوستان سیمه او نړۍ کې د روزل شویو ترهګرو د جنګولو موضوع ټولو ته روښانه شوې ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي، امریکا نه یوازې دا چې پر پاکستان بندیزونو لګولو او فشار راوړلو ته لېواله دی بلکې ښايي په هغه هېواد کې د ترهګرو په مرکزونو بریدونه هم وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې پر پاکستان تندې نیوکې شوي او امریکا دغه هېواد ته سخت په غوسه دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور که پاکستان اوس هم د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، د بندیزونو له یوې لوې څپې سره به مخ شي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، د امریکا د ګانګریس جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککین د افغانستان پر وړاندې د امریکا پر سیاست انتفاد کړی او ادعا یې کړې ده چې، د افغانستان په وړاندې د امریکا ستراتېژي به په هیڅ وجه بریالۍ نه وي.

په مطلب کې راغلي، جان مککین هغه امریکايي سناتور دی چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې بری یوازې د جګړې په ډکر کې د دوی ماتول ګڼي.

د مطلب د لیکونکي په وینا، مکین تل دا ویلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او باید له منځه یوړل شي.

XS
SM
MD
LG