د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون اوکراین ته د سفر پر مهال روسیې ته یو روښانه او بېپردې پیغام ورکړ او ویېویل کرملېن باید د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره لومړی ګام پورته کړي او زیاتهیې کړه چې که دا کار ونهشي پر مسکو بندیزونه به پر ځای پاتې وي.
ښاغلي ټېلرسن وویل، د اوکراین جګړه په مسکو کې پلانېږي او له هغه ځایه پر مخ بیول کېږي او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین ارضي تمامیت او ملي حاکمیت د امریکا اصلي هدف دی.
ده زیاته کړه چې واشنګټن به پر مسکو لګول شوي بندیزونه تر هغه لیرې نهکړي چې د اوکراین بشپړ ارضي تمامیت اعاده شوی نهوي.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو او ټېلرسن پرون په کیف کې په یوه ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د اوکراین د ختیځ د جګړې لپاره د امریکا نوی استازی کورټ وولکر «Kurt Volker» به د مېنسک د موافقې د عملي کولو په مقصد د هلو ځلو په ترڅ کې د څو نورو ورځو لپاره هم په کیف کې پاتې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا له تېرو دوو کلونو راهیسې په عملي ډګر کې د مېنسک د موافقې د نهپرمختګ له کبله خواشینې ده او د دې پاتې راتلو پړهیې پر روسیې واچوله او پر مسکو یې غږ وکړ چې د مېنسک په موافقه کې خپل کړو ژمنو ته درناوی وکړي.
ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:
"موږ له روسیې غواړو چې د مېنسک له موافقې سره سم خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او پر هغو بېلتونپالو له خپل نفوذه کار واخلي چې پوره کنټرول پرې لري. یو ځل بیا پر روسیې غږ کوو چې خپلو اجیرانو ته ووایي چې د اوکراین په ختیځ کې روان تشدد پای ته ورسوي."
ښاغلي ټېلرسن وویل، د جولای په اوومه نېټه د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په حاشیه کې هم د مېنسک د موافقې د عملي کولو په وړاندې د روسیې پر بېتفاوته چلند بحث وکړ.
د اوکراین ولسمشر پټرو پروشنکو کیف ته د ټېلرسن سفر د امریکا لهخوا د جي شل له سرمشریزې سمدستي وروسته د ده د هېواد د ملاتړ یوه قوي نښه وبلله.