کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ د ادارې د نوې ستراتیژۍ په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې «د افغانستان لپاره به د ټرمپ د ادارې ستراتيژي بریالۍ وي؟»
د لیکوال په باور، د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي به دا ځل ډېره د پام وړ وي او ښايي، ژر به د تېرې یوې نیمې لسیزې تېروتنې جبران کړي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د وسلهوالو خوندي ځایونه د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته دي او که امریکا یې په نوې ستراتیژۍ کې په نښه کړي، نو د لیکوال په باور د پام وړ لاس ته راوړنې به ولري.
افغانستان:
افغانستان ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي د افغانستان د جګړې په اړه د ډونالد ټرمپ تازه ستراتیژي به بریالۍ وي.
انیس:
انېس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د جګړې دوام نه یوازې د افغانانو، بلکې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو له توان څخه پورته دی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانستان د ترورېزم اصلي قرباني دی او دا چې افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په ګډون بېلا بېل تړنونه لري، نو تمه کېږي چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د شته ستونزو پر وړاندې دواړه متحدان یو موټی شي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ۹۰۰ هوايي بریدونو څه بدل کړل؟
د لیکوال په باور، جګړه او وحشت ستونزه نه شي حال کولی، له همدې امله په کار ده چې د بمونو او بریدونو پر ځای پر سوله او سیاسي حل تمرکز وشي.