کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د روژې میاشتې د برکتونو او په دغه میاشتې کې د وسله والو طالبانو د حملو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼه په خپلې سرمقالې کې لیکلي روژه د رحمت، مغفرت میاشت ده او مسلمانانو باید په دې میاشت کې له بېوزلو سره مرسته وکړياو له ورانکاره کړنو لاسه واخلي.
اصلاح:
د اصلاح ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د روژې په میاشت کې باید وینې توی نه شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي په همدې میاشت کې باید مسلمانان عبادتونه وکړي، چاته ازار ونه رسوي او کوښښ وکړي چې په ناحقه وینې توی نه کړي.
هېواد:
د هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که وسله وال مخالفین د روژې په میاشت کې جګړه ودروي، د لیکوال په باور افغان ځواکونه به هم له جګړې لاس واخلي.
اطلاعات روز:
د اطلاعات روز ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې وسله والو طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني هغه غوښتنې ته چې د ورژې په میاشت کې له جګړې لاس واخلي په وینه ځواب ورکړ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي وسله والو طالبانو په خوست ولایت کې په یوه انتحاري حمله کې افغانانو ته مرګ وژبله واړوله.
افغانستان:
د افغانستان ورځپاڼې په سرمقاله کې همداشان راغلي د روژې میاشت د مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري، په دغه میاشت کې خلک عبادتونه کوي، زړونه پاکوي او له خلکو سره مرستې کوي.
دنیا:
د دنیا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی روژه د عبادت میاشت ده، نه د وژنواو قتلونو.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي په افغانستان کې وضعیت داسې رامنځته شوی چې د جګړې لوري د جګړې هېڅ اصول نه مراعاته وي او په هر ډول حالاتو او ځایونو کې حملې کوي.
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال وسله والو طالبانو ته سپارښتنه کوي که جګړه نه دوروي خو لااقل د روژې په میاشت کې دې له هر ډول حملو ډډه وکړي او افغانانوته دې اجازه ورکړي چې په دغه میاشت کې په ارامه ساه وباسي او په سمه او سالمه فضا کې خپل دیني مراسم ترسره کړي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې پر وسله والو طالبانو غږ شوی چې له جګړې لاس په سرشي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي بالاخره تجربو ښودلې ده چې د ټولو جګړو د حل لاره خبرې اترې دي، نو وسله وال طالبان دې هم له همدې تجربوه زده وکړي له جګړو دې لاس واخلي، ځکه تر ډېره یې زیان افغانانو ته رسیږي.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان