د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ممبی انډینز لوبډلې درېیم ځل هم د هند پریمیر لیګ "IPL" جام وګاټه


انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف
انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف

ممبی انډینز لوبډلې د هند د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا انډین پریمیر لیګ"IPL" فاینل لوبې په ګټلو سره یو ځل بیا د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه لوبه د یکشنې په ماښام د هندوستان د حیدراباد ښار په لوبغالي کې د ممبی انډینز او رایزینګ پونې سوپر جایڼتس لوبډلو تر منځ وشوه چې ممبی انډینز لوبډله تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته وتوانېدله چې راېزینګ پونې سوپر جاېنټس ته په ۱ منډې ماتې ورکړي.

دا درېيم ځل دی چې د هند په دغو سودګریزو کرکټ سیالیو یا "IPL" کې د ممبی انډینز لوبډلې د دغه لیګ اتلولي ګټلې ده.

تر دې مخکې د کلکته ناېټ رایټرز او چنايي سوپر ګنګز لوبډلو هم دوه-دوه ځله دغه جام ګټلی دی.

د "IPL" په دغې پای‌لوبه کې ممبی انډینز د ټاس تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

که څه هم د ممبۍ انډینز لوبډلې پیل خراب و او د توقع پر خلاف لوبه‌یې وکړه، خو د دغه ټیم یوه لوبغاړي کرونل پانډیا په وروستیو اورونو کې ښه لوبه وکړه او د لوبډلې مجموعي منډې یې تر ۱۲۹ ورسولې.

د "IPL"د سیالیو د پای‌لوبو په تاریخ کې دا تر ټولو ټیټ هدف و او په ظاهره داسې ښکارېده چې د رایزنګ پونې سوپر جایڼس لوبډله به دغه هدف په اسانه ترلاسه کړي، خو د ممبی انډینز توپ اچوونکو دا انګېرنه غلطه ثابت کړه او د لوبې له پیله‌یې خپله سیاله لوبډله تېزو منډو جوړولو ته پرې نه‎ښوده.

د پونې لوبډلې له‎خوا د لوبې پیلوونکي "اوپنر" اجینکا ریهانې ۴۴ او د دغه لوبډلې کپټان سټیون سمت تر ټولو زیاتو ۵۱ منډو په جوړولو هم خپله لوبډله له ماتې ونه‌ژغورله او په وروستي اور کې یې دغه لوبه په ۱ منډې وبایلله.

د ممبی لوبډلې کرونل پانډیا د خپلې تېزې لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د هند پریمیر لیګ کرکټ سیالۍ نېږدې ۱ نیمه میاشت مخکې په هند کې پیل شوې وې چې ۸ لوبډلو په‎کې برخه اخیستې وه چې له دغې ډلې ۴ دوهم پړاو او ۲یې پای‌لوبې ته ووتلې.

سږ کال د هند د سوداګریزو سیالیو ځانګړنه دا وه چې په لومړي ځل په‎کې دوه افغان لوبغاړو محمد نبي او راشد خان هم د لکونو هندي روپیو په بدل برخه واخیسته او د حیدر اباد سن رايزرز لوبډلې له‎خوا ولوبېدل.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبغاړی راشد خان په دغو سیالیو کې ښه وځلېد او د کرکټ د نړۍ پام‌یې ځان ته راواړه.

راشد په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۷ لوبغاړي وسوځول او د نورو لوبډلو د توپ اچوونکو په پرتله‌یې لږې منډې ورکړې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG