د ایران ولسمشر حسن روحاني چې په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو له شپږو، کاندیدانو څخه دی، په یو تند بیان کې ویلي، ایراني رأی ورکونکي هغه کس ته رأیه نهورکوي چې خلکیې زنداني کړي او اعدامونه کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د خپل انتخاباتي کمپاین په بهیر کې په یو تند بیان کې ټینګار کړی چې ایراني رأی ورکوونکي به داسې کسانو ته رأی ورنهکړي چې خلک زنداني کوي او یا یې اعداموي.
حسن روحاني چې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید دی، د مې د ۱۹مې نېټې له انتخاباتو یوه اوونۍ مخکې یې د خپل هېواد له سرې سیاسي کرښې پښه اړولې او پر خپلو محافظهکارو سیالانو یې تنده لفظي حمله کړې ده.
ښاغلي روحاني د ایران په لوېدیځ ښار همدان کې د انتخاباتي مبارزې یوې غونډې ته په وینا کې وویل:
"ایرانی رأی ورکونکي هغه کس نهغواړي چې د اسلامي انقلاب راوروسته په تېرو څلورو لسیزو کې یوازې دا زده کړي چې څنګه خلک زنداني او یا اعدام کړي."
"د ایران ستر ملت یو وار بیا راغی او اعلانیې وکړ چې لارهیې د ازادۍ لاره ده، یو ځل بیا به زموږ خلک اعلان وکړي چې هغوی ورته د منلو وړ نهدي چې د تېرو ۳۸ کلونو په اوږدو کې یوازې له زندان او اعدام سره بلد و."
داسې ښکاري چې د روحاني په دې څرګندونو کې د ولسمشرۍ محافظهکاره کاندید ابراهیم رئیسي ته اشاره ده چې ویل کېږي په اتیایمه لسیزه کې یې زرګونه سیاسي مخالفین او د اپوزېسیون فعالان په بېلابېلو مجازاتو محکوم کړي وو.
رئیسي اوږده کلونه د ایران په پیاوړې قضا کې تېر کړي چې د منتقدینو د خاموشه کولو لپارهیې د ایران حکومت په فشارونو کې مهم رول لوبولی دی.
د ایران د سیاسي چارو یو څارونکی تقي رحماني د روحاني دا څرګندونې له دې کبله یو احتمالي خطر بولي چې کولای شي په ایران کې د سپاه پاسداران انقلاب، قضا او اردو پهشمول د یو شمېر سخت دریځو لورو ګټې زیانمنې کړي.
- پوښتنه دا ده چې ایا د روحاني دا ډول تُندې څرګندونې به په انتخاباتو کې له نوموړي څخه د خلکو ملاتړ زیات کړي؟
د ازادي راډیو د فردا څانګې خبریال ارش حسن نیا وايي، په ایران کې روښانفکره ځوانانو د روحاني څرګندونې خوښې کړي.
دی زیاتوي:
"نظرپوښتنې ښيي چې د انتخاباتي مبارزو د پیل راهیسې د حسن روحاني محبوبیت په خلکو کې نهدی زیات شوی او برخلاف یو څه کم شوی هم دی، په مقابل کې یې د ده د مهم رقیب ښاغلي رئیسي محبوبیت زیات شوی دی، خو روڼ اندو ځوانانو، په ځانګړې توګه هغوی چې انلاین ټولنیزې شبکې کاروي، د ښاغلي روحاني د وروستیو تندو څرګندونو هرکلی کړی."
۶۸ کلن روحاني د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له شپږو کاندیدانو څخه دی.
دا انتخابات د مې میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره کېږي.
د روحانې په وړاندې دې انتخاباتو کې ابراهیم رئیسي او باقر قالیباب دوه سخت دریځي ایراني ملایان کاندیدان دي.
په درې نورو کاندیدانو کې منځلاری اسحق جهانګیري چې د پخواني ولسمشر مرستیال او د حسن روحاني متحد، د ایران د کلتور پخوانی وزیر میر سلیم او د ایران د المپیک کمېټې پخوانی رئیس مصطفی هاشمي چې یو منځلاری دی، شامل دي.
په ۱۹۷۹ مېلادي کال کې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته ډلهییز اعدامونه شوي او په څو قضیو کې د محکمې له حکم سمدستي وروسته دا اعدامونه اجرا شوي دي.
دا په ایران کې یوه ډېره حساسه مسئله ده چې په اړهیې مختلف نظرونه موجود دي.
د روان کال په پیل کې د ایتالله حسین منتظري زوی وروسته له هغې په ۲۱ کاله بند محکوم شو چې د خپل وفات شوي پلار هغه غږ یې خپور کړ چې پهکې منتظري د ابراهیم رئیسي پهشمول پر ایراني چارواکو د دې اعدامونو له کبله سخت انتقاد کړي و.
د دې زنداني کولو او اعدامونو امر په هغه وخت کې د ایران د انقلاب رهبر ایتالله روحالله خمیني د یوې فتوا په ورکولو ورکړی و.