کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم په بلخ ولایت کې د طالبانو له خوا د ملي اردو د وژل شويو شویو سرتېرو په تړاو مطالب چاپ کړي دي.
اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون د وژل شویو سرتېرو په پار د هېواد بیرغ نیم ځوړند و او د نړۍ ګڼو هېوادو د دوی له کورنۍ سره د غمرازۍ مراتب څرګند کړي وو.
په سرمقاله کې راغلي چې په دې لړ کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دغه شان په افغانستان کې د برېتانیا پر سفارت هم د هغه هېواد بیرغ نیم ځوړند و.
سرمقاله لیکونکي دغه شان لیکلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې نور به طالبانو ته وروڼه ونه وايي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون د وژل شویو سرتېرو په پار په افغانستان کې ملي ماتم اعلان شوی و، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا دا ویر او ماتم د دغو اتلو سرتېرو مظلومانه شهادت توجیه کولای نه شي بلکې د ده په خبره دا د افغان ولس پر زړه هغه سوری دی چې هېڅکله به روغ نه شي او نه به هم دغه ستر جنایت د چا له یاده ووځي.
په سرمقاله کې راغلي چې په بلخ کې ورستۍ پېښې افغان ولس خواشینی کړی، د پېښې دې ژوره پلټنه وشي او د مخالفینو پر وړاندې د یووالي د پیاوړي کولو په هدف دې موندنې او نتیجه له خلکو ورسره شریکه شي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، باید خلک سره لاسونه ورکړي او د طالبانو په وړاندې ملي پاڅون وکړي او د سرمقاله لیکونکي په باور دا هغه یوازینۍ لار ده چې د دښمن جنګي ماشین درولی او ختمولای شي.
د سرمقالې لیکوالی لیکلي، دا ځکه چې دولت د طالبانو پر وړاندې څرګند دریځ نه لري او ان ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې په خپلو وروستیو څرګندونو کې له طالبانو کومه یادونه ونه کړه حال دا چې د داعش ډلې په ګډون یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.
سرمقاله لیکونکي دا هم ویلي، که ولس د طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅون خبرې ته غاړه ږدي نو پیل یې باید دیني عالمان وکړي.