نړۍ
د فرانسې پولیسو یو تن نیولی چې په چاړهیې خلک وېرول او ګواښل

د فرانسې پولیسو پرون شنبه یو سړی چې د پاریس د رېل ګاډي په تمځای کې یې چاړه په لاس کې وه، خلکیې وېرول او پولیسیې ګواښل نیولی دی.
په پېښه کې چاته زیان نهدی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.
په پاریس کې د پنجشنبې په ورځ یوه وسلهوال سړي پر یوه پولیس ډزې وکړې او ویېوژل.
د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش واخیست.
په فرانسه کې دوه کاله وړاندې په یو لړ وسلهوالو حملو کې ۲۳۹ تنه ووژل شول.
په دې هېواد کې له هغه راهیسې، د بېړني حالت اعلان پر ځای پاتې دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین پوځ د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د حملو د پراخېدو خبر ورکوي

د اوکراین پوځ وايي، روسیې د دې هېواد پر ختیځو سیمو حملو ته زور ورکړی او وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ په یوه ورځ کې له سلو زیاتې نښتې شوې دي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز پرون یکشنبې په یو بیان کې وویل چې پرون یې د ورځې په اوږدو کې د روسیې له خوا د ۱۲ حملو راپور ترلاسه کړ.
په بیان کې راغلي چې په دې ترڅ کې د اوکرایني ځواکونو پر سنګرونو۷۱ رهبري شوي بمونه غورځول شوي دي. دا ارقام خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د اوکراین پوځ وايي، د دې حملو ډېر تمرکز د پوکروفسک ښار پر شاوخوا وو چې د روسي ځواکونو قطعو له بېلابېلو اړخونو ۳۶ حملې پرې وکړې.
پوکروفسک د دونېڅک ښار په لویدیځ کې مهم ستراتیژیک ښار دی چې له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې پکې روانې دي او اوس تقریبا ټول ویجاړ شوی دی.
ایران او درې اروپايي هېوادونه د جمعې په ورځ په استانبول کې خبرې کوي

په پام کې ده د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني استازي د راروانې جمعې په ورځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون دا خبر ورکړ.
اروپايي قدرتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که ایران خبرو ته کېنني، نو دا احتمال شته چې نور نړیوال بندیزونه پرې ولګول شي.
د ایران دولتي رسنیو د ښاغلي بقايي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ دا خبرې به د ترکیې په استانبول ښار کې او د بهرنیوچارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه وي.
دا خبرې په داسې حال کې پلان شوې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو او امریکا له حملو وروسته د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې د دې دریو هېوادو او همداراز د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر، د پڼجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیوچارو له وزیر عباس عراقچي سره ټلفوني خبرې وکړې.
په ایټالیا کې یوه ۷۸ کلن سړي چې فکر کېده مړ شوی دی، ناڅاپه سترګې پرانیستې

ایټالوي چارواکي وايي چې په تارکوینیا ښار کې یو تن چې ډاکټرانو یې د مړینې خبر ورکړی و، نیم ساعت وروسته په سد راغلی دی.
دې ۷۸ کلن سړي ظاهرا د زړه سکته کړې وه او ژغورونکو له ډېرو هڅو وروسته وویل چې دا سړی مړ شوی او امبولانس هم بېرته ولاړ. خو د چارواکو په وینا هغه د انتقال پرمهال ناڅاپه سترګې پرانیستې او د خپلو لوڼو پوښتنه یې وکړه.
دا سړی وروسته روغتون ته واستول شو او د راپورونو له مخې وضعیت یې اوس ښه دی.
ډاکټران دا ډول نادر حالت چې زړه د ژغورنې له ناکامو هڅو وروسته ناڅاپه په حرکت راځي، “لازاروس” بولي.
چارواکي وايي چې په دې سړي خو پېښه په خیر تېره شوه خو د هغه سپي پر یوه پولیس حمله وکړه چې په نتیجه کې یې پولیس روغتون ته او سپی د حیواناتو د ساتنې مرکز ته واستول شول.
په جنوبي کوریا کې سېلابونو انساني مرګ ژوبله اړولې ده

د جنوبي کوریا د کورنیوچارو وزارت وايي چې د سختو بارانونو له کبله په دې هېواد کې دوه کسان مړه شوي او د پنجشنبې ورځې په سېلابونو کې د مړو خلکو شمېر ۱۴ ته ورسېد.
چارواکو خبرداری ورکړی چې دا شمېره ښايي لوړه شي ځکه لږترلږه ۱۲ تنه نور تراوسه نادرکه دي.
د دې هېواد په جنوبي سیمه سانچیونګ کې چې له چارشنبې ورځې راهیسې نژدې ۸۰۰ میلیمتره باران پکې اورېدلی او ترټولو ډېر تلفات پکې اوښتي دي تراوسه اته کسان مړه شوي او شپږ نور نادرکه دي.
په جنوبي کوریا کې اکثرا په جولای میاشت کې موسمي بارانونه کېږي. د اقلیمي چارو کارپوهان اقلیمي بدلونونه د دې بارانونو د زیاتېدو علت بولي.
بدوي قبایل له جنوبي سویدا ښار څخه وتلي دي، په جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېر له زرو واوښت

د سوریې په جنوب کې بدوي قبیله وايي، وسله وال یې له سویدا ښار څخه وتلي دي. بدوي سني قبایل له تېرې اونۍ راهیسې په سویدا کې د دروزي مذهبي لږکي له وسله والو سره په خونړیو جګړو کې ښکېل وو.
په دې جګړو کې د وروستیو شمېرو له مخې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د دې دوو ډلو ترمنځ د اوربند موافقه د متحدوایالتونو په منځګړتوب وشوه.
د پنجشنبې په ورځ د جګړو د مخنیوي لپاره دولتي ځواکونه دې ښار ته واستول شول خو وروسته بیا له هغه ځایه ووتل.
اسراییلو هم په سویدا کې چې دروزي لږکي یې اکثریت اوسیدونکي دي، پر دولتي ځواکونو چې عملا یې د بدويانو پلوي کوله، بمباري وکړه.
د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمدالشرع چې د بدوي قبیلو پلوي دی لومړی پر دروزیانو انتقاد کاوه خو وروسته یې له بدویانو وغوښتل چې له ښاره ووځي.
د اسراییل پوځ د غزې د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې له خپلو مېنو ووځي

د اسراییل پوځ د غزې د ځینو مرکزي ناحیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.
د دې عملیاتو په نتیجه کې به د دیرالبلاح او جنوبي رفح او خان یونس ښارونو ترمنځ لارې بندې شي.
په دې ناحیو کې چې د تخلیې خبرداری ورکړل شوی، هغه سیمې هم شامل دي چې ډېرې نړیوالې مرستندویې موسسې پکې فعالې دي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ په قطر کې د اوربند په اړه خبرې روانې دي، خو نړیوال منځګړي وايي چې په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د غزې څه باندې دوه میلیون وګړي د اسراییلو پر خاوره د حماس ډلې له حملې او ورپسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړه له پیل وروسته د یوه بشري ناروین په حالت کې ژوند کوي.
ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.
ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.
د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.
په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ( ان.بي.سي) خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوه نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بیرته د یورانیمو پخول پيل کړي.
د سوریې په سویدا کې فرقه یي جګړه دریدلې، نژدې شپږ سوه کسان په کې وژل شوي

د سوریې په سویدا ښار کې جګړه دریدلې او چارواکي وایي، سیمه له بدوي وسله والو پاکه شوې ده.
رویټرز خبري اژانس پرون شنبه ناوخته د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، بدوي قومي جنګیالي وروسته له هغه په شا شول چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل شو.
په سویډا کې له یوې اونۍ راهیسې د دروزي ټولنې او بدوي یا کوچي قبیلې ترمنځ فرقه یي نښتې پيل شوې وې.
د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون ویلي، دغو نښتو کې ۵۹۴ تنه وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۰۰ کورنۍ د همدې تاوتریخوالي له کبله کډه شوي دي.
په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.
د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.
په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.
په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانسپرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خانیونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي.
یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې."
د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي.
له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی، تر دوه میلیونه زیات خلک له سختې لوږې او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دي، او د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د مرستو د وېش پر مهال د خلکو وژل، په تېره بیا په ډزو، اوس په یوه معمول بدل شوی دی.