د هلمند ولایت د نادعلي عملیات د ولسوالۍ تر مرکزه ورسېدل.
د هلمند چارواکي وايي، عملیات به تر هغه روان وي چې له لاسه وتلې ټولې سیمې بېرته تر ولکې لاندې راولي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال په یوه خبري ناسته کې ویلي دي چې افغان ځواکونه تلفات نه لري خو په لسګونه وسلهوال او د هغو مهم قومندانان يي وژلي دي.
څو ورځې کېږي چې د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه او نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي چې د مسؤلینو په خبره ګڼې سیمې يې بېرته د وسلهوالو څخه نیولي دي.
نور حال د محمد الیاس داعي په راپور کې: