د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نفوس ډېروالی د دې لامل شوی چې دغه ښار د اوبو له کموالي سره مخامخ شي.
په کابل کې د نفوس ډېروالی د دې سبب شوی چې خلک تر ډېره ژورې څاګانې وکاږي او په نتیجه کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطح ټیټه شي.
روېټرز خبري اژانس وایي، په افغانستان کې چې په وچه کې راګېر هېواد دی تل د څښلو لپاره د پاکو اوبو موندل یوه ستونزه ده چې اوسمهال په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو د سطحې ټیټوالي دغه ستونزه لا نوره هم ډېره کړې ده.
په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت په اړه اندېښنې
په حقیقت کې د کابل ښار نقشه د شااوخوا یو میلیون وګړو لپاره طرح شوې وه، خو اټکل دا دی چې اوس مهال په دغه ښار کې څلور اعشاریه شپږ میلیونه وګړي ژوند کوي.
د نفوس د ډېرېدو یو دلیل د افغانستان په نورو ولایتونو کې نا امنۍ او تاوتریخوالی ښودل شوی دی.
دا چې په کابل کې څومره وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی لري د افغانستان د ښارجوړونې وزارت د اوبو رسولو او کانالېزاسیون رئیس ریاض درمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په کابل ښار کې د دولتي شبکو څخه تر دېرش سلنه لږ خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري او نور ځیني شخصي شرکتونه دي چې د افغانستان په ښارونو او مخصوصاً په کابل کې فعالیت کوي، هغوی تر پنځوس سلنې ډېرو کسانو ته پاکې اوبه ورکوي."
ښاغلی درمل زیاتوي د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو د سروې له مخې په عمومي ډول په ټول افغانستان کې ۹۱ اعشاریه دوه فیصده خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري چې له دې څخه ۴۰ تر ۴۵ فیصده هغه کسان دي چې په خپلو کورونو کې له څاګانو څخه استفاده کوي.
روېټرز لیکلي څو کاله پرلهپسې په ژمي موسمونو کې د واورې او بارانونو نهورښت د دې یو لامل دی چې په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطح ټیټه شي.
سره له دې چې سږ کال د افغانستان په ډېرو سیمو کې ورښتونه ډېر و خو لا هم د وچکالۍ ګواښ شته.
په افغانستان کې د منرال اوبو د سرچینو په نوم کتاب لیکوال انجینر ستانه میر زهیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې په پلازمېنه کابل کې د اوبو د سطحې د کمېدو په اړه داسې وایي:
"په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه ورځ په ورځ کمېږي، دلیلیې دا دی چې ټولې شنې سیمې او باغونه لهمنځه تللي او پر ځای یې بېنقشې ودانۍ جوړې شوې دي، ټولې هغه سیمي چې اوبهیې په ځمکه کې جذبېدلې اوس کانکرېټ شوي دي او بل دا چې له واټرپمپونو څخه استفاده کېږي چې په مرستهیې تر ځمکې لاندې اوبه راایستل کېږي، که دغه وضعیت ته جدي پاملرنه ونهشي د اوبو ستونزه به نوره هم ډېره شي."
روېټرز خبري اژانس د نړیوال بانک له قوله لیکلي جې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر اوسه کابل ښار ۲۵۰۰ کېلو متره مربع پراخ شوی دی.
ویل کېږي تر ځمکې لاندې پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره اړتیا ده چې ځمکه ۴۹۲ فُټه وکېندل شي او د دې لپاره چې یوه څاه په معیاري ډول وکېندل شي، ۵۲۰۰ ډالرو ته اړتیا ده.
د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د بېوزلۍ او د معیاري څاګانو د ایستلو لپاره د بېوسۍ له کبله په غیر معیاري ډول څاهګانې باسي.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د اوبو رسولو او کانالېزاسیون رئیس ریاض درمل د اوبو د کموالي د مخنیوي لپاره داسې وړاندیز لري:
"د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو سروې ښیي چې هر کال شااوخوا درې میلیونه متره مکعبه اوبه د کابل د ځمکې لاندې څخه راایستل کېږي او بېرته نهچارج کېږي، کله چې نفوس ډېرېږي حتماً د اوبو غوښتنه هم ډېرېږي، نو زما په فکر یوازې بارانونه او واورې د اوسني وچکالۍ ځواب نهشي ویلی، پهکار ده چې دولت په بېلابېلو ځایونو کې نهرونه او بندونه جوړ کړي او ورسره په مصنوعي ډول د ځمکې لاندې زېرمې تغذیه کړي، دا کولای شي په ښاري سیمو کې د اوبو د کموالي ستونزه حل کړي."
په تېرو کلونو کې تر سلو مترو په لږ واټن کې د دوو څاګانو ایستلو ته اجازه نهوه، خو اوسمهال لیدل شوي چې په پنځو یا لسو مترو واټن کې هم څاګانې کېندل شوې دي چې دا په خپله په کابل کې د اوبو د سطحې د ټیټیدو یو سبب دی.